يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - يوويشتم باب

د بابل د زوال پېشګوئې

۱دا پېغام د بابل په حقله دے، چې درياب سره په صحرا کښې دے. لکه څنګه چې په صحرا کښې تاوېدونکے باد چليږى دغه شان به افت د صحرا نه راشى، او يروونکے مُلک به درباندې حمله وکړى. ۲ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د بابل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى. ۳نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم. ۴زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم. ۵ګورم چې لوئ خوراک تياريږى، د خلقو د کښېناستو دپاره قالينونه غوړېدلى دى. هغوئ خوراک څښاک کوى، ”پاڅئ، اے آفسرانو، خپل ډالونه تيار کړئ.“ ۶بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او يو محافظ ودروه او هر څيز چې هغه ګورى نو د هغې خبر به راوړى. ۷چې څنګه هغه دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ وګورى يا په خرونو او اوښانو باندې سوارۀ کسان ووينى، نو هغه دې ښۀ بېدار اوسى.“ ۸بيا څوکيدار آواز وکړو، ”مالِکه خُدايه، زۀ په خپل ځائ باندې د څوکيدارۍ دپاره شپه او ورځ ولاړ يم. ۹اوس وګورئ، د دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ راروانه ده چې يو سړے پکښې سور دے.“ څوکيدار ووئيل، ”بابل ختم شوے دے. د بابل ټول بُتان ټوټې ټوټې شوى دى او په زمکه باندې خوارۀ وارۀ پراتۀ دى.“ ۱۰اے زما خلقو، تاسو د غنمو په شان په درمند باندې غوبل شوى يئ، خو اوس زۀ تاسو ته يو ښۀ زېرے اوروم چې ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج نه اورېدلے دے، چې هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.

د ادوم په حقله پېغام

۱۱دا پېغام د ادوم په حقله دے. د ادوم نه ما ته چا آواز وکړو، ”څوکيداره، دا شپه به کله تېريږى؟ سحر ته څومره وخت پاتې دے؟“ ۱۲نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“

د عربو په حقله پېغام

۱۳دا پېغام د عربو په حقله دے. اے د ددان قافِلو، د عربو په شاړ مُلک کښې شپه تېره کړئ. ۱۴اے د تيما خلقو، کوم خلق چې تږى دى نو هغوئ له اوبۀ ورکوئ. او مهاجرو له خوراک ورکوئ، ۱۵ځکه چې هغوئ د تُورو نه تښتى، او د داسې خلقو نه چې تُوره په لاس او تير کمان په غاړه د هغوئ سره سخت جنګېدلى وى. ۱۶بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”پوره په يو کال کښې دننه دننه به د قيدار شان او شوکت ختم شى. ۱۷د قيدار صرف يو څو غشى او لينده چلوونکى سړى به پاتې شى. ما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“