يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے - اوؤم باب

د مشرانو روايات

۱فريسيان او ځينې د شرعې عالمان د يروشلم نه عيسىٰ له راغلل او هغۀ ته راټول شول. ۲نو هغوئ وليدل چې د هغۀ مريدان په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى. ۳ځکه چې فريسيان او ټول يهوديان د خپلو مشرانو د رواياتو په مطابق هيڅکله هم په ناوينځلو لاسونو روټۍ نۀ خورى. ۴کله چې هغوئ د بازار نه راشى تر هغې خوراک نۀ کوى ترڅو چې يې غسل نۀ وى کړے، او ډېر نور داسې رِواجونه دى چې هغوئ په کښې د رواياتو پابندى کوى، لکه د پيالو، پَتيلو او د تانبې لوښو وينځل دى. ۵ځکه فريسيانو او د شرعې عالمانو د هغۀ نه دا تپوس وکړو چې، ”ستا مريدان ولې په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى او د مشرانو د رواياتو پابندى نۀ کوى؟“ ۶هغۀ جواب ورکړو چې، ”يشعياه نبى ستاسو رياکارانو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، لکه چې ليکلے شوى دى چې، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې زما نه ډېر لرې دى. ۷خو دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د مذهبى تعليم په ډول ورکوى.“ ۸تاسو د خُدائ پاک حُکم خو شاته غورزوئ او د بنى آدمو د رواياتو پابندى کوئ.“ ۹بيا عيسىٰ هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”تاسو په چالاکۍ سره د خُدائ پاک حکم ماتوئ، صرف چې د خپلو رواياتو پابندى وکړئ. ۱۰ځکه چې موسىٰ وفرمائيل، ”د خپل مور او پلار عزت کوئ،“ او، ”هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.“ ۱۱خو کۀ تاسو مور پلار ته ووايئ چې، زۀ تاسو له څۀ نۀ شم درکولے ځکه چې څۀ ما تاسو له درکول نو د هغې ما منښته نيولې ده چې د خُدائ پاک په نامه به يې ورکړم، ۱۲نو هغه نور د مور او پلار د حق نه بېخى بې‌غمه شو. ۱۳نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ او نور ډېر کارونه هم په دې شان کوئ.“

هغه څيزونه چې بنى آدم پليتوى

۱۴بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”تاسو ټول زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ. ۱۵داسې هيڅ څيز نشته چې انسان يې تېر کړى او هغه پرې پليت شى خو هر هغه څيز چې د انسان نه راوځى هغه انسان پليتوى. ۱۶کۀ تاسو د اورېدو قابل غوږونه لرئ نو واورئ.“ ۱۷هر کله چې عيسىٰ د دې خلقو نه بېل شو او کور ته لاړو نو د هغۀ مريدانو د دې مِثال په حقله د هغۀ نه تپوس وکړو. ۱۸هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى. ۱۹ځکه چې دا د هغۀ په زړۀ کښې نۀ ننوځى بلکې د هغۀ خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟“ ځکه هغۀ ټول خوراکونه پاک ګڼل. ۲۰هغۀ وړاندې وفرمائيل، ”څۀ چې د انسان نه راوځى هم هغه انسان پليتوى. ۲۱ځکه چې د انسان د زړۀ نه بد خيالونه راوځى، حرام کارى، غلاګانې، قتلونه، زناکارى، ۲۲حرص، بدى، ټګى، بې‌شرمى، کينه، غېبت، مغرورتيا او بې‌وقوفى. ۲۳دا ټول بد کارونه د وجود دننه نه راوځى او دا انسان پليتوى.“

د صورفينکى د علاقې د ښځې عقيده

۲۴بيا عيسىٰ د هغه ځايه رُخصت شو او د صور سرحد ته لاړو. هلته هغه يو کور ته ورغلو، هغۀ دا نۀ غوښتل چې څوک ترې خبر شى، خو هغۀ خپل ځان پټ نۀ کړے شو، ۲۵نو بيا په هغه وخت د يوې ښځې وړه لور چې پيريانو نيولې وه نو څنګه چې هغه د هغۀ نه خبر شوه، نو زر دننه راغله او د دۀ په پښو پرېوته. ۲۶هغه د يونانى نسل او د صورفينکى د علاقې وه. هغې هغۀ ته مِنت وکړو چې، ”زما د لور نه پيرے وشړه.“ ۲۷هغۀ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”اول بچى په خېټه مَړول پکار دى، دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ ۲۸هغې ورته ووئيل، ”مالِکه، بې‌شکه خو سپى هم د بچو د مېز د لاندې ټوکړې خورى.“ ۲۹هغۀ هغې ته وفرمائيل، ”تا چې دا ووئيل نو بې‌غمه کور ته لاړه شه، پيرے ستا د لور نه تلے دے.“ ۳۰او هر کله چې هغه کور ته راغله نو لور يې په کټ کښې پرته وليدله او پيرے ترې تلے وو.

د کُوڼ او چاړا سړى روغول

۳۱د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو. ۳۲نو خلقو هغۀ له يو کُوڼ سړے راوستو چې چاړا هم وو او منت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى. ۳۳هغۀ هغه سړے د خلقو نه يو خوا ته بوتلو، او خپلې ګوتې يې د هغۀ په غوږونو کښې وردننه کړې او په خپلو لاړو يې د هغۀ ژبه مسح کړه. ۳۴بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“ ۳۵د دې سره د هغۀ غوږونه خلاص شول او ژبه يې ګويا شوه. ۳۶عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله. ۳۷د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“