يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او پينځم زبور

مالِک خُدائ او د هغۀ غوره شوے قوم

۱د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ،

کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.

۲هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.

۳تاسو د هغۀ په مقدس نوم فخر وکړئ،

او د چا زړونه چې د مالِک خُدائ لټون کوى هغوئ دې خوشحالى وکړى.

۴د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون وکړئ،

هر وخت د هغۀ د مخ د ليدو کوشش کوئ.

۵کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ،

او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.

۶اے د هغۀ د خِدمتګار اِبراهيم بچو،

د هغۀ د غوره شوى د يعقوب بچو.

۷هغه رب زمونږ خُدائ پاک دے،

د هغۀ عدالت په ټوله دُنيا کښې دے.

۸هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى،

او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،

۹کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو،

او هغه قسم چې دۀ د اِسحاق سره کړے وو.

۱۰هغۀ دا د يعقوب دپاره اصُول جوړ کړو،

او دا يې د بنى اِسرائيلو دپاره ابدى لوظ کړو.

۱۱هغۀ وفرمائيل، ”تاسو ته به زۀ د کنعان مُلک درکړم،

لکه د خپل حق په شان به يې په ميراث کښې درکړم.“

۱۲په کوم وخت کښې چې په شمار کښې دوئ ډېر کم وُو،

او په حقيقت کښې هغوئ لږ او مسافر وُو.

۱۳دوئ به د يو قوم نه بل قوم ته سرګردانه ګرځېدل،

او د يو بادشاهت نه به بل بادشاهت ته سرګردانه تلل.

۱۴څوک يې هم نۀ پرېښودل چې په دوئ ظلم وکړى،

تر دې چې د دوئ دپاره به يې بادشاهان رټل.

۱۵هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ،

او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“

۱۶هغۀ په هغه زمکه باندې قحط نازل کړو،

او د دوئ د خوراک وسيلې يې تباه کړې.

۱۷هغۀ د دوئ نه وړاندې يو سړے مِصر ته ولېږلو،

يوسف څوک چې د يو غلام په شان خرڅ شولو.

۱۸د هغۀ پښې يې په بيړو خوږ کړې،

د اوسپنو زنځير يې په غاړه ورته واچولو.

۱۹ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه،

د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.

۲۰نو بيا بادشاه هغه راوغوښتو او آزاد يې کړو،

د قومونو بادشاه هغه آزاد کړو.

۲۱هغۀ هغه د خپل کور مشر جوړ کړو،

په خپل ټول ملکيت يې اختيار ورکړو.

۲۲يوسف د بادشاه په آفسرانو باندې اختيار لرلو

او د هغۀ مشيرانو ته يې تعليم ورکولو.

۲۳نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل،

د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.

۲۴خو مالِک خُدائ خپل خلق ډېر کړل،

هغۀ دوئ د دشمنانو نه ډېر زيات کړل.

۲۵هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه،

چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.

۲۶هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو،

او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.

۲۷نو هغوئ د خلقو په مخکښې د هغۀ عجيبه نښې ښکاره کړې،

او عجيبه معجزې او نښې يې د حام په مُلک کښې ښکاره کړې.

۲۸هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو،

خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.

۲۹او هغۀ د دوئ اوبۀ په وينو بدلې کړې،

او د دوئ کبان يې په کښې مړۀ کړل.

۳۰د دوئ ټول مُلک د چيندخانو نه ډک شو،

او تر دې چې د بادشاهانو په کمرو کښې ښکاره شول چيندخان.

۳۱د هغۀ په حُکم راغلل د مچانو لښکرونه،

او ورسره راغلل د ماشو لښکرونه.

۳۲د باران په ځائ ږلۍ ورباندې راغله،

او ورسره په ټول مُلک کښې د برېښنا او تندر آوازونه.

۳۳هغۀ باغونه د انګورو اينځرانو ورله تباه کړل،

او د هغوئ د ټول مُلک ونې يې راوغورزولې.

۳۴هغۀ حُکم وکړُو او د قحط د مُولخانو راغلل لښکرونه،

او ورسره وُو هم د نورو بې‌شمېره مُولخانو لښکرونه.

۳۵دوئ ورنه د مُلک ټول شنۀ بوټى وخوړل،

او د دوئ د خاورې ټول پېداوار يې وخوړلو.

۳۶نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل،

او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.

۳۷هغۀ بنى اِسرائيل په سرو او سپينو زرو بار کړى راوويستل،

او د هغوئ د قبيلو ټول خلق روغ رمټ پاتې شول.

۳۸په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو،

ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.

۳۹د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله،

او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.

۴۰هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل،

او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.

۴۱هغۀ ګټ په مينځ نيم کړو او اوبۀ ترې نه روانې شولې،

لکه د سيند په شان په صحرا کښې وبهېدلې.

۴۲ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه،

کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.

۴۳هغۀ خپل خلق په ډيرې خوشحالۍ سره راوويستل،

خپل غوره شوى خلق يې د خوشحالۍ په چغو او سورو سره راوويستل.

۴۴هغۀ هغوئ له د نورو قومونو زمکه ورکړله،

هغوئ ته هغۀ په ميراث کښې د نورو ګټه مفته ورکړله.

۴۵چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى،

ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.