يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او پنځوسم زبور

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ

۱د مالِک خُدائ ثناء ووايئ.

د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ،

د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۲د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

او د هغۀ د بې‌حده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۳او د بيګل د آواز سره د هغۀ ثناء خوان شئ،

د رباب او بينجو د ساز سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۴د تمبل او ګډا سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

په شپيلۍ او د رباب تارونو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۵د چمټو او تاليو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

د هغۀ ثناء صِفت د تاليو په شرنګار کښې وکړئ.

۶هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى،

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.