يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - پينځلسم باب

اوؤم کال

۱د هر اوؤم کال په آخر کښې تاسو قرضونه معاف کوئ. ۲دا هغه څۀ دى چې تاسو به يې خامخا کوئ. هر چا چې خپلو بنى اِسرائيلو له قرض ورکړى وى نو هغه به ورته معاف کوى، هغه به د خپل ګاونډى يا د هغۀ د خپلوانو نه دا قرض واپس نۀ اخلى، مالِک خُدائ په خپله دا اِعلان کړے دے چې قرض معاف شو. ۳چې په يو مسافر باندې ستاسو قرض وى نو د هغۀ نه پېسې اخستے شئ، خو چې ستاسو په بنى اِسرائيلو قرض وى نو د هغوئ نه به يې نۀ اخلئ. ۴مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى. ستاسو د خلقو نه به هيڅ څوک هم غريب نۀ وى، ۵کۀ تاسو د هغۀ فرمانبردارى کوئ او هغه هر څۀ پوره پوره ومنئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم. ۶نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکړئ، خو تاسو به د هيچا نه قرض نۀ اخلئ، ستاسو په قبضه کښې به ډېر قومونه وى، خو تاسو به د هيچا په قبضه کښې نۀ يئ. ۷کوم مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکوى کۀ د هغې په ښارونو کښې ستاسو خپل يو اِسرائيلے محتاج وى، نو خپل زړۀ مۀ سختوئ او د هغۀ مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ. ۸خو سخيان اوسېږئ او چې څومره پېسو ته يې ضرورت وى نو هغه هومره قرض ورکړئ. ۹هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى. ۱۰هغۀ ته چې د څۀ څيز ضرورت وى نو په خوشحالۍ سره او د زړۀ د اخلاصه يې ورکړئ، نو مالِک خُدائ به تاسو له په هر کار کښې برکت درکوى. ۱۱په مخ د زمکې به همېشه غريبانان خلق موجود وى، نو زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د خپلو بنى اِسرائيلو د مدد نه لاس مۀ نيسئ.

د نوکرانو آزادول

۱۲کۀ يو عبرانے سړے يا ښځه خپل ځان په تاسو باندې د غلام يا وينځې په توګه خرڅ کړى، نو چې هغوئ شپږ کاله ستاسو خِدمت وکړى نو د هغې نه پس هغوئ آزاد کړئ. کله چې اوؤم کال راشى، نو هغوئ به خامخا پرېږدئ چې لاړ شى. ۱۳کله چې تاسو هغوئ آزادوئ، نو تش لاس يې مۀ لېږئ. ۱۴چې مالِک خُدائ تاسو له کوم برکت درکړې وى نو د خپلو ګډو، غلې او د انګورو لنګرۍ نه ډېر څۀ ورکړئ. ۱۵هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم. ۱۶خو کېدے شى چې ستاسو غلام ونۀ غواړى چې لاړ شى، او هغه ستاسو او ستاسو خاندان سره مينه کوى او د هغۀ دپاره ستاسو سره پاتې کېدل ښۀ وى. ۱۷نو د خپل کور دروازې ته هغه بوځئ او هلته د هغۀ غوږ سورے کړئ، نو هغه به ټول عُمر ستاسو غلام وى. د خپلې وينځې سره هم دغه شان سلوک کوئ. ۱۸کله چې تاسو يو غلام آزادوئ نو خفه کېږئ مه، ځکه چې آخر هغۀ هم د يو مزدور په نيم قيمت شپږ کاله ستاسو خِدمت کړے دے. هم دغه شان کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هر کار کښې تاسو له برکت درکوى.

د څاروو وړومبے پېدا شوے بچے

۱۹د خپل څاروى يا ګډې هر يو وړومبے نر بچے مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره بېل کړئ، د دې څاروو نه يو هم د کار دپاره مۀ استعمالوئ او د دې ګډو نه وړۍ مۀ کټ کوئ. ۲۰تاسو، او ستاسو خاندان به هر کال د عبادت په يو ځائ کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې دا خورئ. ۲۱خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ. ۲۲داسې ځناور تاسو په خپل کور کښې خوړے شئ، ستاسو هر يو کس، کۀ پاک وى يا ناپاک، نو دا خوړلے شى، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا غرڅۍ خورئ. ۲۳خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.