يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو اتيايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د ګتيت د ساز په مطابق، د حضرت آسف يو زبور

سرکشه اِسرائيل ته د مالِک خُدائ عرض کول

۱خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے،

د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ

۲سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ،

د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.

۳د نوې مياشتې په ليدو سره بيګل ووهئ،

او زمونږ د اختر د ورځې په راتلو سره کله چې سپوږمۍ پوره وى.

۴دا د بنى اِسرائيلو دپاره اصُول دے،

او د يعقوب د خُدائ پاک قانون دے.

۵هغۀ د يوسف دپاره يو قانون جوړ کړو،

چې کله هغه د مِصر په خلاف راووتو.

چرته چې مونږ نا آشنا آواز واورېدلو چې پرې نۀ پوهېدلو.

۶هغه وائى چې، ”ما درله د اوږو نه بوج اخوا کړو،

ما ستا لاسونه د دروند بوج نه آزاد کړل.

۷تاسو چې په سخته کښې نعرې وکړى نو ما تاسو بچ کړئ،

ما درله د تندر د وريځو نه جواب درکړو.

کله چې په مريبه کښې اوبۀ نۀ وې ما ستاسو ايمان وآزمائيلو.

۸زما غوره شوو خلقو ما ته غوږ ونيسئ تاسو ته خبردارے درکوم،

کاش چې تاسو اے بنى اِسرائيلو، ما ته پام وکړئ.

۹ستاسو په مينځ کښې دې غېر معبودان نۀ وى.

تاسو چرى هم بل معبود ته سجده ونۀ کړئ.

۱۰زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم،

چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ.

خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.

۱۱خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى،

بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى.

۱۲نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل،

ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.

۱۳کاش چې زما خلق ما ته غوږ ونيسى،

او کۀ چرې بنى اِسرائيل زما په نقش قدم لاړ شى،

۱۴نو څومره زر به بيا ما د دوئ دشمنان تباه کړى وے،

او د دوئ د دشمنانو خلاف به ما خپل لاس اوچت کړے وے.

۱۵څوک چې مالِک خُدائ سره کينه لرى

د هغۀ په وړاندې به د يرې نه په رپېدو پرېوځى،

د هغوئ سزا به د تل دپاره وى.

۱۶خو تاسو ته به د ښو غنمو خوراک درکړم،

او تا به د صحرا په شاتو باندې موړ کړم.“