يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت هوسيع نبى کِتاب - اوؤم باب

۱”کله چې زۀ اِسرائيلو له شفا ورکول غواړم نو د دوئ ګناه راته څرګنده شى او د سامريه بدکارى راته ښکاره شى. ځکه چې هغوئ د چل کارونه کوى، غلۀ کورونو ته وراوړى او غلاګانې کوى، او ډاکوان په لارو کښې خلق لوټ کوى. ۲هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.

په محل کښې سازش جوړېدل

۳هغوئ په خپلو بدو منصوبو بادشاه خوشحالوى، او په دروغو وئيلو باندې آفسران خوشحالوى. ۴هغوئ ټول زناکاران دى. هغوئ لکه د سور کړے شوى تنور په شان دى چې دومره ګرم وى چې د نانبائى د لاس وروړو ضرورت ورته نۀ وى. کۀ هغه اوړۀ واغږى او هغه خمبيره شى نو بيا هم تنور دومره ګرم وى چې روټۍ به پرې پخې شى. ۵په شاهى جشن کښې آفسران په ميو ځان نشه کړى، او مسخره کوونکو له لاس ورکوى. ۶د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بې‌لمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى. ۷هغوئ ټول لکه د تنور لمبه دى او خپل حکمرانان لواړ تېروى. د هغوئ ټول بادشاهان راپرېوتل، خو يو هم ما ته دُعا نۀ کوى.

بنى اِسرائيل او نور قومونه

۸بنى اِسرائيل خپل ځان لکه د اوړو په شان نورو قومونو سره اغږلے دے. بنى اِسرائيل لکه د هغه روټۍ په شان دے چې صرف يو مخ يې پوخ شوے وى. ۹د پردى مُلک خلق د هغۀ طاقت خورى خو هغۀ ته د دې پته نشته، د هغۀ سر د سپينو وېښتو نه ډک دے خو هغۀ ته د دې پته نشته. ۱۰د بنى اِسرائيل غرور د هغۀ خِلاف ګواهى ورکوى، خو بيا هم هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ راګرځى. د دې هر څۀ باوجود هغوئ د هغۀ د لټون نه اِنکار کوى. ۱۱بنى اِسرائيل د کم عقلې ګوګوشتکې په شان دى چې په آسانه دوکه کيږى. اول يې مِصر د مدد دپاره راوغوښتو او بيا يې د پناه دپاره اسور ته ورمنډه کړه. ۱۲خو چې کله هغوئ الوځى رالوځى نو زۀ به پرې خپل جال ورلړه کړم او د هوا د مارغانو په شان به يې ښکته راکوز کړم. د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ سزا ورکړم. ۱۳په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ زما نه تښتېدلى دى. هغوئ تباه دى، ځکه چې هغوئ زما خِلاف سرکشى کړې ده. ما غوښتل چې هغوئ بچ کړم، خو هغوئ زما خلاف دروغ وئيلى دى. ۱۴هغوئ د زړۀ د اخلاصه ما ته سوال نۀ دے کړے، خو هغوئ د پرېشانۍ نه په خپلو کټونو کښې ژړاګانې کوى. هغوئ د غلې يا د ميو حاصلولو دپاره معبودانو ته خپل ځانونه غوڅوى، خو هغوئ زما خلاف بغاوت کوى. ۱۵اګر چې هم ما د هغوئ تربيت وکړو او مضبوط مې کړل، خو هغوئ زما خِلاف بدې منصوبې جوړوى. ۱۶هغوئ د خُدائ تعالىٰ نه بغېر هر خوا ګورى. هغوئ د کږې ليندې په شان نا اعتباره دى. د هغوئ آفسران به د خپلې سپکې خولې د لاسه په تُوره مړۀ شى او مِصريان به په هغوئ پورې خندا کوى.“