يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - شپاړسم باب

د فسحې اختر

۱د ابيب په مياشت کښې د فسحې اختر کولو سره د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک درناوے کوئ، دا هغه مياشت وه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د مِصر نه د شپې راوويستلئ. ۲د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى. ۳کله چې تاسو دا خوراک وخورئ، نو خمبيره شوې روټۍ به نۀ خورئ. اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ، هم هغه شان لکه څنګه چې تاسو د مِصر نه په تېزۍ سره راووتلئ. دا روټۍ خورئ او د دې نوم به د تکليفونو روټۍ وى، چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو ستاسو به هغه ورځ ياده وى چې د مِصر مُلک نه راوتلئ. ۴اووۀ ورځې به ستاسو په مُلک کښې د هيچا په کور کښې خمبيره نۀ وى، او د وړومبۍ ورځې په ماښام د حلال شوى ځناور غوښه به هم په هغه شپه خوړلے شى. ۵‏-۶د فسحې د اختر ځناور د عبادت په هغه يو ځائ کښې حلالوئ، د هغه مُلک په بل يو ځائ کښې هم نه، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. تاسو داسې د نمرپرېواتو په وخت کښې کوئ، د ورځې په دې وخت کښې چې کله تاسو د مِصر نه ووتلئ. ۷غوښه ويشوئ او د عبادت په هغه يو ځائ کښې يې وخورئ، او په ورپسې سحر واپس کور ته راشئ. ۸ورپسې شپږ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ کار مۀ کوئ.

د لَو کولو اختر

۹چې تاسو د فصل رېبل شروع کړئ نو د هغه وخت نه اووۀ هفتې وشمېرئ، ۱۰او بيا د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک درناوى دپاره د لَو کولو اختر وکړئ، هغۀ چې کوم برکت درکړے دے د هغې په مطابق هغۀ له يوه رضاکارانه نذرانه راوړئ. ۱۱د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ. ۱۲ګورئ چې په دې حُکمونو باندې عمل وکړئ، دا خبره مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ.

د جونګړو اختر

۱۳چې تاسو خپل ټول فصل راټول کړئ او خپل ټول انګور په لنګرۍ کښې نچوړ کړئ، نو اووۀ ورځې د جونګړو اختر کوئ. ۱۴تاسو د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره د دې نه خوند واخلئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. ۱۵مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم ځائ خوښ کړے وى نو په هغه ځائ کښې اووۀ ورځې اختر وکړئ. خوشحاله اوسئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو فصل او ستاسو کار له برکت ورکړے دے. ۱۶ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى، ۱۷او د هر چا چې څومره وس وى، نو هغه به د هم هغه برکت په مطابق هديه ورکوى څومره چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک هغۀ له ورکړے وى.

قاضيان

۱۸په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى. ۱۹هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى. ۲۰همېشه عدل او اِنصاف کوونکى اوسئ، نو چې هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ. ۲۱کله چې تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک دپاره يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو د هغې په څنګ کښې د لرګى د اشيرې بُت ستنه مۀ ودروئ. ۲۲او د بُت پرستۍ دپاره د کاڼى ستنه مۀ ودروئ، مالِک خُدائ د دې څيزونو نه نفرت کوى.