يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اووۀ اويايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت آسف د يدوتون دپاره، يو زبور

۱ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه،

ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.

۲کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو.

ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو.

خو بيا هم زما زړۀ بې‌قراره وو.

۳اے پاکه خُدايه، په دردونو کښې زۀ تا يادوم،

او روح مې مړاوے شو او زۀ په فکر کښې ډوب شوم.

۴ستا نه ټوله شپه سترګې پټولے نۀ شم،

زۀ د ډېرې پرېشانۍ نه خبرې کولے نۀ شم.

۵ما په تير شوو ورځو سوچ کولو،

په تېر شوو کالونو باندې مې سوچ کولو.

۶ما ټوله شپه خپل سرودونه يادول،

په سوچونو کښې ډوب شوے وم او سوالونه راته پېدا شول،

۷”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟

ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟

۸ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟

ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟

۹ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟

ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“

۱۰نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم،

چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“

۱۱زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم.

زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم،

۱۲زۀ به ستا په ټولو کارونو سوچ وکړم،

او ستا په ټولو کارونو به فکر وکړم،

۱۳اے پاکه خُدايه، ستا لارې او طريقې مقدسې دى،

داسې کوم يو خُدائ دے چې زمونږ خُدائ پاک ته رسى؟

۱۴تۀ هغه خُدائ پاک يې چې معجزې کوى،

تۀ خپل قدرت د قومونو په مينځ کښې ښکاره کوې.

۱۵په خپلو تکړه لاسونو دې خپلو خلقو ته خلاصون ورکوې،

د يعقوب او د يوسف اولاد ته خلاصون ورکوې.

۱۶اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې،

نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو،

او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله.

۱۷وريځو بارانونه راوورول،

او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول،

او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل.

۱۸ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول،

ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه،

زمکه په لړزان او رپېدو شوه.

۱۹ستا لار د سمندر په مينځ کښې ده،

او په خطرناکو اوبو کښې ستا لاره ده،

کۀ څۀ هم چې د پښې نښه دې نۀ ښکارېده.

۲۰تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه،

د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.