يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او شپږم زبور

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ

ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ.

د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.

۲د مالِک خُدائ د زورَورو کارونو بيان څوک کولے شى

او څوک پوره د هغۀ ثناء صِفت بيانولے شى؟

۳بختور دى هغوئ څوک چې اِنصاف کوى،

او څوک چې تل ښۀ کارونه کوى.

۴په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه،

کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې،

کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،

۵نو چې زۀ هم ستا د غوره شوو خلقو په برکتونو کښې شريک شم،

او چې زۀ هم ستا د قوم په خوشحالۍ کښې برخه واخلم

او چې زۀ ستا د خلقو سره په ثناء صِفت کولو کښې شريک شم.

۶مونږ هم د خپل پلار نيکۀ په شان ګناه ګار يُو،

مونږ غلط کارونه وکړل او بدعمله يُو.

۷کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو،

نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو،

او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو،

او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.

۸خو بيا هم هغۀ د خپل نوم په خاطر هغوئ بچ کړۀ،

د دې دپاره چې هغه په دې خپل طاقت څرګند کړى.

۹او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو،

هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.

۱۰هغۀ دوئ د دشمنانو د لاسونو نه بچ کړل،

او د دشمنانو د لاسونو نه يې په بيعه واخستل.

۱۱اوبو د هغوئ مخالفين ټول ډوب کړل،

او په هغوئ کښې يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.

۱۲بيا هغوئ د هغۀ په وعدو يقين شروع کړو

د هغۀ د ثناء صِفت سرود يې ووئيلو.

۱۳خو هغوئ هغه هر څۀ زر هېر کړل کوم چې خُدائ پاک د دوئ دپاره کړى وُو،

او د هغۀ د نصيحت انتظار يې ونۀ کړو.

۱۴خو په هغه بيابان کښې دوئ شهوت پرستى شروع کړه،

او په دې يې د خُدائ پاک صبر وآزمائيلو.

۱۵نو بيا هغۀ هغوئ ته هر څۀ ورکړل کوم چې دوئ غوښتل،

خو هغۀ ورسره وبا هم راولېږله.

۱۶بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله

او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.

۱۷نو په دې وجه زمکه په مينځ وچاوده او داتن يې تير کړو،

او ابيرام يې هم سره د نورو دوستانو تير کړو.

۱۸او د دوئ د نورو مريدانو په مينځ کښې اور بل شو،

او د اور په لمبې سره نور بدعمله تباه شُو.

۱۹هغوئ په حورب يعنې سينا کښې سخے جوړ کړو

او د اوسپنې نه د جوړ شوى بُت عبادت يې وکړو.

۲۰نو په دې کولو سره هغوئ جلالى خُدائ بدل کړو

د يو سخى په شکل چې ګياه خورى.

۲۱هغوئ خُدائ پاک يعنې خپل خلاصونکے هېر کړو،

چا چې په مِصر کښې لوئ کارونه کړى وُو،

۲۲د حام په مُلک کښې يې معجزې وکړې

او د بحرِقُلزم سره يې عجيبه کارنامې وکړې.

۲۳نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم

نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ

د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو

چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.

۲۴دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو،

او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.

۲۵هغوئ به په خپلو خېمو کښې غورېدل

او د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړه.

۲۶نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو

چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،

۲۷او د هغوئ اولاد يې په قومونو کښې خوارۀ کړل،

او هغه يې په مُلکونو کښې تس نس کړل.

۲۸هغوئ د بعل د فعور بُت عبادت وکړو

او بُتانو ته د پېش کړے شوو قربانو غوښې يې وخوړلې،

۲۹د هغوئ په بد عملونو مالِک خُدائ غصه شو،

او په دوئ باندې يو لوئ مرض راغلو.

۳۰خو فينحاس ورمينځ ته شو او مخ نيوے يې وکړو،

نو بيا مرض راقابو شو.

۳۱د دې کار په وجه هغه رښتينے جوړ شو

دا به نسل در نسل تر ابده پورې وى.

۳۲د مريبه د اوبو سره دوئ مالِک خُدائ غصه کړو،

د دوئ په وجه په موسىٰ باندې مصيبت راغلو،

۳۳هغوئ د موسىٰ روح دومره خفه کړو،

چې د هغۀ د خولې نه بې‌ځايه خبرې راووتلې.

۳۴او هغوئ هغه قومونه هغه شان تباه نۀ کړل

لکه څنګه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو حُکم کړے وو،

۳۵خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول

او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.

۳۶هغوئ د هغه خلقو د بُتانو عبادت وکړو،

کوم چې د دوئ دپاره دام جوړ شو.

۳۷دوئ خپل زامن قربانى کړل

او پيريانو ته يې خپلې لوڼه قربانى کړې.

۳۸دوئ بې‌ګناه وينې توئ کړې

د خپلو لوڼو او زامنو وينې يې توئ کړې،

کوم چې د کنعان بُتانو ته دوئ قربانى کړل،

د هغوئ د وينې په وجه هغه مُلک ناپاک شو.

۳۹په خپلو بدو کارونو يې ځان پليت کړُو،

په خپل دې عمل يې ځانونه زناکار کړل.

۴۰نو په دې وجه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته غصه شو

او د خپلو خلقو نه بېزاره شو.

۴۱هغۀ دوئ نورو قومونو ته حواله کړل،

او د هغوئ دشمنانو په دوئ باندې حکومت وکړو.

۴۲او دشمنانو په هغوئ باندې ظلم وکړو

او د هغوئ زور طاقت ته يې حواله کړو.

۴۳هغۀ څو څو ځلې دوئ بچ کړل،

خو هغوئ سرکشى خوښه کړه

او په خپله ګناه کښې مختورن شول.

۴۴خو هغۀ د هغوئ مصيبت ته پام شو

کله چې هغۀ د هغوئ ژړا واورېده،

۴۵د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو

او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.

۴۶په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل

چا چې دوئ ګېر کړى وُو.

۴۷اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه مونږ بچ کړه،

او مونږ د قومونو نه راغونډ کړه،

نو چې دغه شان مونږ ستا د مقدس نوم شُکر ادا کړُو

او ستا په جلال کښې ستا ثناء صِفت ادا کړُو.

۴۸د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى څوک چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے،

د ازل نه تر ابده پورې دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى.

راځئ چې ټول په شريکه سره ووايو، ”آمين.“

ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.