يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - څوارلسم باب

د بُت پرستانو مذمت

۱نو بيا د اِسرائيل ځينې مشران ما له راغلل او زما په وړاندې کښېناستل. ۲نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۳”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟ ۴نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى. ۵زۀ به دا د دې دپاره وکړم چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په زړونو دوباره قبضه وکړم، ټولو چا چې زۀ د خپلو بُتانو په وجه پرېښودے يم. ۶نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، توبه وکړئ، او د خپلو بُتانو نه راوګرځئ او د خپلو ټولو حرامو کارونو نه منع شئ. ۷هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم. ۸زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۹او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم. ۱۰هغوئ دواړو ته به د خپلې ګناه سزا مِلاو شى، پېغمبر ته او هم هغه چا ته چې پېغمبر ته د هدايت حاصلولو دپاره راځى. ۱۱نو بيا به د بنى اِسرائيلو خلق زما نه نور نۀ بې‌لارې کيږى، او نۀ به هغوئ نور خپل ځانونه په ډېرو ګناهونو کولو باندې پليتوى. هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“

د خُدائ عدالت رښتينے دے

۱۲د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۱۳”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بې‌وفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم، ۱۴کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. ۱۵او يا کۀ چرې زۀ هغه مُلک ته ځنګلى ځناور ورولېږم چې د هغې خلق ووژنى او مُلک بلکل وران ويجاړ کړى، نو بيا به د هغه ځناورو په وجه هيڅ څوک هم د هغه مُلک نه نۀ شى تېرېدلے، ۱۶زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان هم هلته اوسېدل نو هغوئ به خپل زامن او لوڼه هم نۀ شُو بچ کولے. يواځې هغوئ به بچ شى خو ټول مُلک به وران ويجاړ شى. ۱۷او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم، ۱۸زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان په دې کښې اوسېدل، بيا هم دوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شُو بچ کولے. خو صرف دوئ به بچ شوى وُو. ۱۹او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى، ۲۰زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کۀ چرې نوح، دانيال او ايُوب هم په دې کښې اوسېدل، هغوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شول بچ کولے. بلکې هغوئ به په خپل صداقت سره صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو. ۲۱نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى. ۲۲خو بيا هم به څۀ کسان ژوندى پاتې شى خو هغوئ به تاسو سره په جلاوطنۍ کښې يوځائ شى. کله چې تاسو په خپله د هغوئ بد عملونه وګورئ، نو بيا به تاسو په خپله ووايئ چې کوم افتونه ما په يروشلم نازل کړى وُو هغه ضرورى وُو. ۲۳تاسو به په خپله مطمئن شئ کله چې تاسو د هغوئ چال چلن او د هغوئ کردار وګورئ، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما بې د کومې وجې په هغوئ باندې تکليف او افت نۀ دے نازل کړے. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“