يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او يو کم پنځوسم زبور

د ثناء صِفت سرود

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ.

مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ،

د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.

۲بنى اِسرائيل دې د خپل خالق سره خوشحالى وکړى،

د صيون خلق دې د خپل بادشاه سره خوشحاله وى.

۳هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى،

او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.

۴ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى،

او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى.

۵مقدسين دې د هغۀ په عزت ورکولو سره خوشحاله شى،

او په خپلو بسترو کښې دې د خوشحالۍ سندرې وائى.

۶د خُدائ پاک ثناء صِفت دې د هغوئ په خُلو وى

او دوه مخيزه تُوره دې د هغوئ په لاسونو کښې وى،

۷ترڅو په زور سره د قومونو نه بدل واخلى،

او چې د هغوئ خلقو ته سزا ورکړى،

۸چې د هغوئ بادشاهان په هتکړُو کښې وتړى

او د هغوئ مشران دې په بيړو کښې وتړى،

۹او چې څنګه فېصله د هغوئ په خلاف ليکلے شوې ده هغه شان وشى.

دا د هغۀ ټولو مقدسينو ته جلال دے.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.