يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - اتۀويشتم باب

د فرمانبردارۍ برکتونه

۱کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى. ۲د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک فرمانبردارى کوئ او هغه به تاسو له دا ټول برکتونه درکړى، ۳کۀ تاسو په ښارونو يا کلو کښې اوسېږئ نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى. ۴مالِک خُدائ به تاسو له ډېر اولاد، ډېره غله او ډېر څاروى او ګډې درکړى. ۵ستاسو په کندو او خانک کښې به برکت وى. ۶مالِک خُدائ به ستاسو په هر کار کښې برکت واچوى. ۷کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى. ۸تاسو چې هر کار کوئ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغې کښې برکت واچوى او ستاسو ګودامونه به د غلې نه ډک کړى. هغه به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى. ۹کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ او د هغۀ په لاره روان يئ، نو هغه به ستاسو نه يو مقدس قوم جوړ کړى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. ۱۰نو د دُنيا ټول قومونه به وګورى چې تاسو د مالِک خُدائ په نوم يادېږئ او هغوئ به ستاسو نه يريږى. ۱۱مالِک خُدائ به تاسو له په هغه مُلک کښې ډېر اولاد، ډېر څاروى، او ډېر فصلونه درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده. ۱۲هغه به په آسمان کښې د خپلې ډکې خزانې نه په صحيح موسم کښې باران ووروى او ستاسو په هر کار کښې به برکت واچوى، نو تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکوئ، خو د هيچا نه به تاسو قرض نۀ اخلئ. ۱۳مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو د قومونو کشران نه بلکې مشران جوړ کړى، نن چې زۀ کوم حُکمونه درکوم کۀ په هغه ټولو باندې عمل وکړئ نو تاسو به همېشه کامياب يئ او هيڅکله به ناکام نۀ شئ. ۱۴زۀ چې نن تاسو له کوم حُکمونه درکوم نو د هغې نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ او نۀ چې په نورو معبودانو پسې لاړ شئ او نۀ يې عبادت وکړئ.

د نافرمانۍ نتيجه

۱۵خو کۀ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نافرمانى وکړئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو او قانون باندې په وفادارۍ سره عمل نۀ کوئ کوم چې زۀ نن درکوم، نو دا لعنتونه به په تاسو راشى او په تاسو به غالِب شى. ۱۶مالِک خُدائ به ستاسو په ښارونو او پټو باندې لعنت راولى. ۱۷مالِک خُدائ به ستاسو په غله او په هغه خوراک لعنت راولى چې تاسو يې د دې نه تياروئ. ۱۸مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بې‌کاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى. ۱۹مالِک خُدائ به ستاسو هر کار لعنتى کړى. ۲۰کۀ تاسو بد عمل کوئ او د مالِک خُدائ نه اِنکار کوئ نو هغه به په تاسو افت، وارخطائى او تکليف راولى، چې زر او په پوره توګه تباه شئ. ۲۱هغه به په تاسو باندې پرله پسې بيمارۍ راولى تر دې پورې چې په هغه مُلک کښې ستاسو يو کس به هم پاتې نۀ شى کوم چې تاسو قبضه کوئ. ۲۲مالِک خُدائ به تاسو په خورېدونکو بيمارو، په پړسوب او تبه باندې آخته کړى، هغه به سره د توروالى او د پشم د بيمارۍ اوچ کالى او سخته ګرمى راولى. دا افتونه به تر مرګه پورې تاسو سره وى. ۲۳بره د آسمان نه به باران بند وى او زمکه به د کاڼى په شان کلکه شى. ۲۴د باران په ځائ به مالِک خُدائ د خاورو او د شګو طوفان راولى او طوفانونه به تر هغې پورې وى چې تاسو تباه کړى. ۲۵مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى. ۲۶ستاسو لاشونه به د ټولو مارغانو او ځنګلى ځناورو خوراک شى او هلته به هيڅ څوک داسې نۀ وى چې تاسو نه يې وشړى. ۲۷مالِک خُدائ به په تاسو باندې دانې راوخېژوى، لکه څنګه چې هغۀ په مِصريانو راخېژولې وې. هغه به ستاسو بدنونه د دردونو سره مات کړى. تاسو به په خارښت او دانو باندې پټ شئ، خو د دې به هيڅ علاج نۀ وى. ۲۸مالِک خُدائ به تاسو ليونى کړى، هغه به تاسو ړاندۀ کړى او دماغ به مو ګډ‌وډ کړى. ۲۹د غرمې په وخت کښې به هم تاسو د ړندو په شان اخوا دېخوا ګرځئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې لاره پېدا کړئ. تاسو به په يو کار کښې هم کامياب نۀ يئ. تاسو به پوره کړېدلى او لوټ شوى يئ او هلته به داسې څوک نۀ وى چې ستاسو مدد وکړى. ۳۰تاسو به د يوې پېغلې سره کوژدن وکړئ، خو بل څوک به د هغې سره څملى. تاسو به يو کور جوړ کړئ، خو هيڅکله به په هغې کښې ونۀ وسېږئ. تاسو به د انګورو باغ وکَرئ، خو د هغې انګور به هيڅکله ونۀ خورئ. ۳۱ستاسو څاروے به د ستاسو د سترګو په وړاندې حلال شى، خو تاسو به يې غوښه ونۀ خورئ. ستاسو په وړاندې به ستاسو خرونه بوتلے شى خو تاسو له به واپس در نۀ کړے شى، ستاسو ګډې به ستاسو دشمنانو له ورکړے شى خو ستاسو د مدد دپاره به هيڅ څوک نۀ وى. ۳۲ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے. ۳۳يو پردے قوم به هغه ټول فصلونه يوسى چې د هغې په کَرلو کښې تاسو ډېره سخته خوارى کړې وى، خو په هغه وخت کښې به تاسو ته د سخت کړاؤ او بد سلوک نه بغېر هيڅ نۀ ملاويږى. ۳۴او دا تکليفونه چې تاسو وينئ نو تاسو به ليونى شئ. ۳۵مالِک خُدائ به ستاسو پښې په لا علاجه او دردناکو زخمونو پټې کړى، د سر نه تر پښو پورې به په تاسو باندې دانې راوخېژى. ۳۶مالِک خُدائ به تاسو او ستاسو بادشاه يو پردى مُلک ته بوځى، هلته به مخکښې هيڅکله نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ اوسېدلى وى، هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼى نه جوړ وى. ۳۷په کومو مُلکونو کښې چې مالِک خُدائ تاسو خوارۀ وارۀ کړى، نو تاسو به د خلقو دپاره يروونکى شئ، هغوئ به په تاسو پورې ټوقې او مسخرې کوى. ۳۸تاسو به ښۀ ډېر تخم وکَرئ، خو لږ فصل به ترې ورېبئ، ځکه چې د قحطۍ مُلخان به ستاسو فصلونه وخورى. ۳۹تاسو به د انګورو باغونه وکَرئ او د هغې ساتنه به وکړئ، خو تاسو به نۀ د هغې نه انګور راغونډ کړئ او نۀ به يې مے وڅښئ، ځکه چې چينجى به انګور وخورى. ۴۰د زيتُونو ونې به ستاسو په مُلک کښې شوى وى، خو هيڅ د زيتُونو تېل به تاسو ته مِلاو نۀ شى، ځکه چې زيتون به کچه راوغورزيږى. ۴۱ستاسو به زامن او لوڼه وى، خو تاسو به يې د ځان سره نۀ شئ ساتلے، ځکه چې هغوئ به قېديان شى. ۴۲ستاسو ټولې ونې او فصلونه به د قحطۍ مُلخان خراب‌تُراب کړى. ۴۳ستاسو په مُلک کښې چې کوم د پردى مُلک خلق اوسيږى هغوئ به ورځ په ورځ په تاسو زورَور کيږى او تاسو به ورځ په ورځ کمزورى کېږئ. ۴۴هغوئ سره به پېسې وى چې تاسو له يې قرض درکړى، خو تاسو سره به هيڅ نۀ وى چې تاسو يې هغوئ له قرض ورکړئ. په آخر کښې به هغوئ ستاسو بادشاهان شى. ۴۵دا ټول افتونه به په تاسو راشى او دا افتونه به ستاسو تر تباهۍ پورې تاسو سره وى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه او په هغه ټول قانون باندې تاسو عمل ونۀ کړو چې هغۀ درکړے وو. ۴۶دا افتونه به د يوې نښې او خبردارى په شان ستاسو او ستاسو د اولاد په مينځ کښې د همېشه دپاره وى. ۴۷مالِک خُدائ تاسو له په هر څۀ کښې برکت درکړے دے، خو تاسو په خوشحالۍ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت ونۀ کړو. ۴۸نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ. ۴۹مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى. ۵۰هغوئ به يو ظالم او بې‌رحمه قوم وى چې نۀ به د مشرانو عزت کوى او نۀ به په کشرانو رحم کوى. ۵۱هغوئ به ستاسو څاروى او فصلونه وخورى او تاسو به د لوږې نه مړۀ شئ. هغوئ به ستاسو غله، مے، د زيتُونو تېل، څاروى او ګډې هيڅ هم نۀ پرېږدى، او تاسو به مړۀ شئ. ۵۲مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم مُلک تاسو له درکوى هغوئ به د هغې په هر ښار باندې حمله وکړى او په کومو اوچتو او پَخو دېوالونو باندې چې تاسو اعتبار کوئ هغه به راوغورزيږى. ۵۳کله چې ستاسو دشمنان ستاسو ښارونه محاصره کوى، نو تاسو به دومره اوږى شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له کوم بچى درکړى وى نو هغه به هم وخورئ. ۵۴‏-۵۵ستاسو د ټولو نه شريف او د نرم زړۀ سړے به هم په محاصره کښې دومره اوږے شى چې هغه به هم خپل بچى وخورى ځکه چې نور خوراک به نۀ ملاويږى. هغه به په دې پاتې لاش کښې خپل ورور او ښځې له چې مينه ورسره کوى او خپلو بچو له هيڅ هم نۀ ورکوى. ۵۶‏-۵۷ستاسو د ټولو نه شريفه او د نرم زړۀ ښځه، دومره شريفه او پاکه چې په پوره ژوند کښې چرته نۀ وى تلې، هغه به هم دغه شان کار کوى. کله چې دشمن هغه ښار محاصره کړى، نو هغه به دومره اوږې شى چې هغه به پټ پټ خپل نوے پېدا شوے ماشوم او پېروان هم خورى. هغه به په دې کښې خپل خاوند له چې مينه ورسره کوى او خپل بچى هم نۀ شريکوى. ۵۸کۀ تاسو په وفادارۍ د خُدائ پاک ټولې لارښودنې ونۀ منئ کومې چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کۀ تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک عجيبه او هيبتناک نوم نه ونۀ يرېږئ، ۵۹نو هغه به په تاسو او ستاسو په اولاد باندې داسې لاعلاجه بيمارۍ او دردناکې وباګانې راولېږى چې هغه به هيڅکله نۀ بنديږى. ۶۰هغه به يو ځل بيا په تاسو باندې هغه ټولې يروونکې بيمارۍ راولى چې په تاسو باندې په مِصر کښې تېرې شوې وى او تاسو به هيڅکله روغ نۀ شئ. ۶۱هغه به هغه هر قِسم بيمارۍ او وباګانې هم راولېږى چې هغه د خُدائ پاک د قانون په دې کِتاب کښې نۀ دى بيان شوى او تاسو به تباه شئ. ۶۲اګر چې تاسو به د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره شئ، خو صِرف ستاسو يو څو کسان به ژوندى پاتې شى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه. ۶۳لکه څنګه چې مالِک خُدائ په خوشحالۍ سره تاسو کامياب کړئ او ستاسو شمېر يې زيات کړو، نو هم دغه شان هغه به خوشحالۍ سره تاسو تباه کړى او تباهى به درباندې راولى. تاسو به د هغه مُلک د بېخ نه وويستلے شئ کوم چې تاسو قبضه کوئ. ۶۴مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى. ۶۵په هغه قومونو کښې به هيچرته تاسو ته امن نۀ ملاويږى، تاسو ته به يو ځائ کښې هم آرام نۀ ملاويږى، مالِک خُدائ به ستاسو پرېشانى، نا‌اُميدى او غم د حد نه زيات کړى. ۶۶ستاسو ژوند به همېشه په خطره کښې وى. شپه او ورځ به تاسو يرېږئ او تاسو به هر وخت د مرګ په يره کښې ژوند تېروئ. ۶۷تاسو چې هر څۀ هم ګورئ نو زړونه به مو د يرې نه درزيږى. هر سحر به تاسو د ماښام ارمان کوئ، او هر ماښام به تاسو د سحر ارمان کوئ. ۶۸مالِک خُدائ به تاسو په سمندرى جهاز کښې واپس مِصر ته ولېږى، اګر چې هغۀ فرمائيلى وُو چې تاسو به هيڅکله هلته بيا نۀ ځئ. هلته به تاسو دا کوشش وکړئ چې خپل ځانونه په دشمنانو باندې غلامان خرڅ کړئ، خو هيڅ څوک به تاسو نۀ اخلى.“