يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د معلِم کِتاب - شپږم باب

۱په مخ د زمکې ما يوه بله خرابه خبره ليدلې ده او دا په انسان باندې يو دروند بوج دے. ۲دا د هغه کس خبره ده چا له چې خُدائ پاک مال دولت، عزت او جائيداد ورکړى او هغه هر څۀ ورکړى چې د هغۀ زړۀ يې غواړى، خو خُدائ پاک يې د دې په خوند پوهه نۀ کړى او د هغۀ په ځائ يو پردے کس په دې باندې مزې وکړى. دا بې‌معنې دى او لوئ مصيبت دے. ۳کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى. ۴د داسې پېدائشى مړ ماشوم دُنيا ته راتګ او تګ بې‌معنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى. ۵اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لګېدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصل دے. ۶فرض کړه کۀ هغه دوه زره کاله ژوندے وى خو چې په ژوند کښې يې څۀ خوشحالى نۀ وى، نو څۀ فائده؟ آخر مرګ خو هر ژوندى له شته. ۷انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅکله نۀ ختميږى. ۸هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ کۀ غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟ ۹څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بې‌معنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى. ۱۰هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډېر د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى. ۱۱څومره چې خبرې زياتيږى، نو دومره بې‌مطلبه کيږى، نو د بحث نه فائده څۀ؟ ۱۲نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بې‌فائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟