يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - لسم باب

په مِصر اتم افت: د قحطۍ مُلخان

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ او د هغۀ د درباريانو زړونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا معجزې څرګندې کړم ۲او چې تاسو خپلو زامنو او نمسو ته وئيلے شئ چې کله ما معجزې څرګندې کړې نو ما د مِصريانو نه څنګه کم عقل جوړ کړل. تاسو ټولو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۳نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى چې، تۀ به تر کومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عبادت وکړى. ۴کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره، سبا به زۀ ستا مُلک ته د قحطۍ مُلخان درولېږم. ۵دا به دومره زيات وى چې د زمکې مخ به پټ کړى او هيڅ څوک به هم زمکه نۀ شى کتلے. دا به هغه هر څۀ وخورى کوم چې ږلۍ نۀ دى تباه کړى، دغه شان هغه ونې به هم وخورى چې بيا راشنې کيږى. ۶د قحطۍ مُولخانو نه به ستاسو کورونه، ستا د ټولو درباريانو او ستا د ټولو خلقو کورونه ډک شى. دا به د هغه هر څۀ نه بدتر وى چې کوم ستا پلار نيکۀ په تاريخ کښې ليدلى دى.“ بيا موسىٰ راوګرځېدو او د فِرعون نه لاړو. ۷د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کومې پورې مونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګى چې مِصر تباه شو؟“ ۸نو موسىٰ او هارون واپس فِرعون له راوستے شول، نو هغۀ دوئ ته ووئيل، ”تاسو لاړ شئ او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړئ. خو څوک څوک به ځى؟“ ۹نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“ ۱۰فِرعون ووئيل، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى چې زۀ به تاسو هيڅکله نۀ پرېږدم چې خپلې ښځې او بچى هم بوځئ. ګورئ، تاسو د څۀ غلط کار منصوبه جوړَوئ. ۱۱نه، هيڅکله هم نه. کۀ تاسو د مالِک خُدائ عبادت کول غواړئ نو صِرف سړى تلے شى.“ نو موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه وشړلے شول. ۱۲بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس اوږد کړه چې د مِصر په مُلک د قحطۍ مُلخان راشى. چې د قحطۍ مُلخان راشى نو هر يو شين بوټے به وخورى، هر هغه څيز چې د ږلۍ نه بچ پاتې وى.“ ۱۳نو موسىٰ خپله امسا اوږده کړه او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ طرف نه په هغه مُلک باد راولېږلو چې په هغه ټوله شپه او ټوله ورځ وچلېدو. چې کله سحر شو نو دې باد د قحطۍ مُلخان راوړى وُو. ۱۴د قحطۍ دې مُولخانو د مِصر ټول مُلک نيولے وو. دا د قحطۍ د مُولخانو د ټولو نه غټ لښکر وو چې نۀ د دې نه مخکښې ليدلے شوے وو او نۀ به بيا کله وليدلے شى. ۱۵دوئ د زمکې ټول مخ پټ کړو چې د دوئ په وجه مُلک تک تور شو، دوئ هغه هر څۀ وخوړل کوم چې د ږلۍ نه پاتې وُو، سره د هغه مېوې چې په ونو کښې وې. د مِصر ټول مُلک په ونو او بوټو کښې هيڅ يو شين څيز پاتې نۀ شو. ۱۶نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده. ۱۷نو اوس دا يو ځل زما ګناه معاف کړه او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ افت زما نه لرې کړى.“ ۱۸موسىٰ د فِرعون نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو. ۱۹او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو. ۲۰خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.

په مِصر نهم افت: توره تيارۀ

۲۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس آسمان طرف ته اوږد کړه، نو د مِصر په ټول مُلک به تيارۀ راشى، داسې تکه توره تيارۀ چې چا ته به هيڅ هم نۀ ښکارى.“ ۲۲موسىٰ خپل لاس آسمان طرف ته اوچت کړو او درې ورځې په ټول مِصر تکه توره تيارۀ وه. ۲۳مِصريانو تر درېو ورځو پورې يو بل نۀ شُو ليدلے او هيڅ څوک هم د خپل خپل ځائ نه ونۀ خوځېدل، خو چې په کوم ځائ کښې بنى اِسرائيل اوسېدل هلته رڼا وه. ۲۴فِرعون موسىٰ راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې او بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ او څاروى به خامخا دلته پاتې کيږى.“ ۲۵خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو. ۲۶مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“ ۲۷مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او دوئ يې تلو ته پرې نۀ ښودل. ۲۸هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه. نور چې زما وړاندې رانۀ شې. په کومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“ ۲۹موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، تا ښۀ ووئيل، تۀ به بيا ما کله هم ونۀ وينې.“