يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - شپږويشتم باب

د يهوداه بادشاه عُزياه

۱د يهوداه ټولو خلقو د امصياه شپاړس کلن زوئ عُزياه خوښ کړو چې د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ شى. ۲دا د امصياه د مرګ نه پس وُو چې عُزياه ايلات بيا قبضه کړو او ښار يې دوباره جوړ کړو. ۳عُزياه د شپاړسو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې دوه پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور د يروشلم يکولياه وه. ۴هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو. ۵چې ترڅو پورې د هغۀ مذهبى مشير زکرياه ژوندے وو، نو هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کولو او خُدائ پاک هغۀ له برکت ورکولو. ۶عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل. ۷خُدائ پاک فلستيانو له او هغه عربو له چې په جوربعل کښې اوسېدل او معونيانو له په شکست ورکولو کښې د هغۀ مل وو. ۸عمونيانو عُزياه له محصُول ورکولو او هغه دومره طاقتور شو چې د هغۀ شُهرت د مِصر پورې خور شو. ۹عُزياه د يروشلم د پَخو دېوالونو مضبوطولو دپاره داسې وکړل چې د ګوټ د دروازې سره او د وادۍ د دروازې سره او هلته يې برجونه جوړ کړل چرته چې دېوال تاويږى. ۱۰هغۀ په بيابان کښې پاخۀ برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ډيګۍ يې وکنستلې، ځکه چې هغۀ د نمرپريواتۀ طرف ته د غرۀ په لمنو کښې او بيابان کښې د څاروو ډېرې رَمې لرلې. ځکه چې هغۀ د زميدارۍ سره مينه لرله، هغۀ خلقو ته وفرمائيل چې د غرونو په مُلک کښې د انګورو باغونه وکَرى او په آباده زمکه کښې پټى وکَرى. ۱۱د عُزياه لوئ لښکر د جنګ دپاره تيار وو. د دې حِساب کِتاب د حننياه د ذمه وارۍ لاندې د هغۀ منشيانو يعى‌ايل او معسياه ساتلو. حننياه د بادشاه د نوکرانو نه يو کس وو. ۱۲د لښکر مشرى شپږويشت سوو آفسرانو کوله. ۱۳د هغوئ لاندې درې لاکه اووۀ زره او پينځۀ سوه داسې تکړه فوجيان وُو چې هغوئ په ښۀ شان د دشمنانو نه د بادشاه حِفاظت کولے شو. ۱۴عُزياه د لښکر دپاره د ډالونو، نېزو، د کلکو ټوپو، زغرو، ليندو، غشو او د ليندو دپاره د کاڼو بندوبست وکړو. ۱۵په يروشلم کښې ماهرو کاريګرانو د غشو د ويشتلو دپاره او د برجونو او د ښار د دېوال د ګوټونو نه د لويو کاڼو غورزولو دپاره څيزونه ايجاد کړل. د هغۀ شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او چې د خُدائ پاک نه هغۀ ته کوم مدد مِلاو شوے وو د هغې په وجه هغه ډېر طاقتور شو.

د خپل غرور په وجه عُزياه ته سزا مِلاوېدل

۱۶خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربان‌ګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله. ۱۷عزرياه اِمام، بادشاه پسې لاړو چې د عزرياه سره اتيا بهادر اِمامان ملګرى وُو، ۱۸دا دې دپاره چې د عُزياه مخه ونيسى. هغوئ ووئيل، ”عُزياه، تۀ دا حق نۀ لرې چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. صِرف د هارون د اولاد اِمامان د دې کار دپاره مخصوص دى. د دې مقدس ځائ نه ووځه ځکه چې تا ګناه کړې ده او مالِک خُدائ به نور ستا عزت نۀ کوى.“ ۱۹عُزياه هلته د مالِک خُدائ په کور کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو او د خوشبويۍ د سوزولو مجمر يې نيولے وو. هغه اِمامانو ته غصه شو او سمدستى د جذام مرض د هغۀ په تندى باندې راغلو. ۲۰عزرياه او نورو اِمامانو د يرې سره د بادشاه تندى ته کتل او بيا يې هغه دې ته مجبور کړو چې د مالِک خُدائ د کور نه لاړ شى. هغه زر زر د هغه ځائ نه لاړو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له سزا ورکړې وه. ۲۱عُزياه باقى ټول عُمر د خپل مرض په وجه ناپاک وو. بيا د دې قابل نۀ شو چې د مالِک خُدائ کور ته ورننوتے وو او هغه په يو ځان له کور کښې اوسېدو، خپل ټول کارونه يې پرېښودل. په دې دوران کښې د هغۀ زوئ يوتام په مُلک حکومت کولو. ۲۲د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغه نور ټول څيزونه ليکلى دى چې عُزياه بادشاه د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې کړى دى. ۲۳عُزياه مړ شو او د ښخېدو په شاهى زمکه کښې ښخ شو، خو د جذام د مرض په وجه هغه په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.