يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - اوويشتم باب

د حضرت اِسحاق حضرت يعقوب له برکت ورکول

۱چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“ ۲اِسحاق ورته وفرمائيل چې، ”ګوره، زۀ ضعيف يم او کېدے شى چې زر وفات شم. ۳خپل غشى او لينده راواخله، بهر پټو ته لاړ شه او زما دپاره ښکار وکړه. ۴ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“ ۵چې کله اِسحاق عِيسو ته دا خبرې کولې، نو رِبقې اورېدلې. او چې عِيسو پټو ته ښکار دپاره لاړو، ۶نو رِبقې يعقوب ته ووئيل، ”ګوره، ما ستا د پلار نه د عِيسو سره دا خبرې واورېدې چې، ۷ما له د ښکار غوښه راوړه او ما له يې پخه کړه. چې کله هغه وخورم، نو د مرګ نه مخکښې به د مالِک خُدائ په وړاندې خپل برکت تا له درکړم.“ ۸رِبقې ورته وئيل، ”اوس زما زويه، زما خبره واوره او چې څۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. ۹رَمې ته لاړ شه او دوه څاربۀ د چېلۍ بچى راونيسه، نو زۀ به ترې مزېدار خوراک پوخ کړم کوم خوراک چې ستا د پلار ډېر خوښ دے. ۱۰هغه تۀ خپل پلار له يوسه چې يې وخورى، نو د مرګ نه مخکښې به هغه تا له خپل برکت درکړى.“ ۱۱خو يعقوب خپلې مور ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې د عِيسو په څرمن وېښتۀ شته خو زما په څرمن وېښتۀ نشته. ۱۲کېدے شى چې زما پلار ما له لاس راوړى او هغۀ ته پته ولګى چې زۀ يې دوکه کوم، نو زۀ به په خپل ځان د برکت په ځائ لعنت راوړم.“ ۱۳د هغۀ مور ورته ووئيل، ”زما زويه، ستا لعنت دې په ما شى، بس هغه څۀ وکړه څۀ چې زۀ درته وايم، لاړ شه او ما له د چېلۍ بچى راوله.“ ۱۴نو هغه لاړو او هغه يې راونيول او خپلې مور له يې راوستل او د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو. ۱۵بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې. ۱۶هغې د چېلۍ د بچو څرمنې د هغۀ لاسونو او د هغۀ څټ ته هم ورواغوستلې چرته چې وېښتۀ نۀ وُو. ۱۷رِبقې هغۀ له هغه مزېدار خوراک ورکړو او چې کومه روټۍ يې پخه کړې وه هغه يې هم ورکړه. ۱۸بيا يعقوب خپل پلار له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”ښه، تۀ زما کوم زوئ يې؟“ ۱۹يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ ستا مشر زوئ عِيسو يم، ما هم هغه شان کړى دى چې څنګه تا ما ته وفرمائيل. اوس لږ کښېنه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما درله راوړې ده، نو تۀ به ما له خپل برکت راکړې.“ ۲۰اِسحاق ورته وفرمائيل، ”زما زويه، دومره زر تا ښکار څنګه وکړو؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ، ستا خُدائ پاک زۀ کامياب کړم.“ ۲۱اِسحاق يعقوب ته وفرمائيل، ”زما زويه، لږ رانزدې شه چې تا له لاس دروړم. تۀ په رښتيا عِيسو يې څۀ؟“ ۲۲يعقوب خپل پلار ته ورنزدې شو، هغۀ له يې لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”ستا آواز د يعقوب د آواز په شان دے، خو ستا لاسونه د عِيسو د لاسونو په شان دى.“ ۲۳هغۀ يعقوب ونۀ پېژندلو، ځکه چې د هغۀ لاسونه د عِيسو په شان د وېښتو نه ډک وُو. يعقوب هغۀ له د برکت په ورکولو وو، ۲۴خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“ ۲۵اِسحاق وفرمائيل، ”ما له د ښکار غوښه لږه رانزدې کړه. چې زۀ هغه وخورم، زۀ به تا له خپل برکت درکړم.“ يعقوب ورله هغه راوړه او هغۀ ورله څۀ مے هم څښلو له راوړل. ۲۶بيا د هغۀ پلار هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، رانزدې شه او ښُکل مې کړه.“ ۲۷چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بوئ ولګېدو، نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”واه واه، زما د زوئ وږمه د پټو د بوئ په شان ده کوم له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے. ۲۸خُدائ پاک دې تا له د آسمان نه پرخه درکړى او ستا زمکه دې شنه کړى، هغه دې تا له ډېره زياته غله او مے درکړى، ۲۹قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“

د حضرت عِيسو د حضرت اِسحاق نه برکت غوښتل

۳۰چې کله اِسحاق خپل برکت ورکول ختم کړل، نو چې څنګه يعقوب لاړو، نو د هغۀ ورور عِيسو د ښکار نه راغلو. ۳۱هغۀ هم مزېدار خوراک پوخ کړو او هغه يې خپل پلار له راوړو. هغۀ وفرمائيل، ”پلاره، لږ راپاڅه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما تا له راوړې ده، نو چې تۀ ما له خپل برکت راکړې.“ ۳۲اِسحاق تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا مشر زوئ عِيسو يم.“ ۳۳اِسحاق ويرېدو او ټول رپېدلو او هغۀ تپوس وکړو، ”نو بيا هغه څوک وو، چې ښکار يې وکړو او هغه غوښه يې ما له راوړه؟ ستا د راتلو نه لږ مخکښې ما هغه وخوړه. ما هغۀ له خپل آخرى برکت ورکړو، نو دا د هغۀ د همېشه دپاره دے.“ ۳۴چې کله عِيسو دا واورېدل، هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل او وې فرمائيل، ”اے پلاره، ما له هم خپل برکت راکړه.“ ۳۵اِسحاق جواب ورکړو، ”ستا ورور راغلو او دوکه يې کړم. هغۀ ستا برکت وړے دے.“ ۳۶عِيسو وفرمائيل، ”په دې کښې هيڅ شک نشته د هغۀ نوم يعقوب دے. دا دوېم ځل دے چې هغۀ زما ځائ په چل نيولے دے، اول يې زما د مشرۍ حق واخستو او اوس يې زما برکت هم واخستو. تا زما دپاره برکت نۀ دے پرېښے څۀ؟“ ۳۷اِسحاق جواب وکړو، ”ما هغه په تا اختيارمن کړے دے او ما د هغۀ ټول خپلوان د هغۀ نوکران کړى دى. ما هغۀ له غله او مے ورکړى دى. زما زويه، اوس داسې هيڅ هم نشته چې ستا دپاره يې زۀ وکړم.“ ۳۸عِيسو خپل پلار ته سوال زارى کوله، ”پلاره، تا سره صِرف يو برکت وو څۀ؟ پلاره، ما له هم برکت راکړه.“ هغۀ ډېره زياته ژړا شروع کړه. ۳۹بيا اِسحاق هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا دپاره به د آسمان نه پرخه نۀ وى، ستا دپاره به زمکه شنه نۀ وى. ۴۰تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“ ۴۱عِيسو د يعقوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقوب له د هغۀ برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره وفرمائيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے، چې کله زما پلار وفات شى نو بيا به زۀ يعقوب ووژنم.“ ۴۲خو رِبقه د خپل مشر زوئ عِيسو د دې خبرې نه خبر شوه، نو هغې يعقوب راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”دا خبره واوره. ستا ورور عِيسو بدل اخستل غواړى او تا وژل غواړى. ۴۳نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے، ۴۴او د هغۀ سره د څۀ وخت دپاره پاتې شه، چې ستا د ورور غصه سړه شى ۴۵او چې د هغۀ هغه څۀ هېر شى چې تا ورسره کړى دى. بيا به زۀ څوک درولېږم چې تا واپس راولى. زۀ دې خپل دواړه زامن په يوه ورځ ولې بايلم؟“

د حضرت اِسحاق د حضرت يعقوب لابن له لېږل

۴۶رِبقې اِسحاق ته ووئيل، ”زۀ د عِيسو د بل مُلک د ښځو په وجه په خپل ژوند کښې تنګه يم. کۀ يعقوب هم د دې مُلک د حِتۍ ښځو نه د يوې حِتۍ ښځې سره وادۀ وکړو، نو د دې نه به بيا زما دپاره مرګ ښۀ وى.“