يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - نولسم باب

د پناه ښارونه

۱کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى او چې د هغوئ ښارونه او کورونه ونيسئ او هلته اوسېږئ، ۲‏-۳نو هغه علاقه په درېو حِصو کښې تقسيم کړئ، چې په هره يوه حِصه کښې يې داسې ښار وى چې تلل ورته آسان وى. نو چې څوک يو بل کس ووژنى نو د پناه دپاره د دې نه يو ښار ته تښتېدلے شى. ۴کۀ څوک يو کس په غلطۍ سره ووژنى چې هغه يې دشمن نۀ وى، نو هغه د دې ښارونو نه يو ښار ته تښتېدلے شى چې بچ شى. ۵کۀ دوه سړى د لرګو وهلو دپاره ځنګل ته لاړ شى او د هغوئ نه يو کس يوه ونه وهى او تبر د لاسکى نه ووځى او هغه بل کس ووژنى، نو د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ته تښتېدلے شى. ۶خو کۀ صِرف يو ښار وے او هغې ته فاصله هم ډېره وے، نو کېدے شى چې د هغه کس بدل اخستونکى خپلوان يې ونيسى او په غصه کښې يو بې‌ګناه ګاونډى ووژنى. خو په غلطۍ سره هغۀ خپل ګاونډى مړ کړو چې دشمن يې نۀ وو. ۷نو ځکه زۀ حُکم درکوم چې درې ښارونه بېل کړئ. ۸کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه پراخه کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ ته فرمائيلى دى او هغه ټول مُلک درکړى چې هغۀ يې وعده کړې ده، ۹بيا تاسو درې نور ښارونه خوښ کړئ. کۀ تاسو هغه هر څۀ کوئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ د اصُولو په مطابق ژوند تېروئ نو هغه به تاسو له دا مُلک درکړى. ۱۰هم دغه شان وکړئ، نو چې بې‌ګناه خلق نۀ مرى او د هغوئ د وژلو ګناه ستاسو په غاړه نۀ وى، په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى. ۱۱خو کۀ يو کس د خپل ګاونډى سره دشمنى وى او قصداً په هغۀ حمله وکړى او وې وژنى او بيا د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى، ۱۲نو په داسې حالت کښې دې د هغۀ د ښار مشران هغه راوغواړى او د هغه کس خپلوانو ته دې په حواله کړى کوم چې د قتل د بدل اخستلو خواهش کوى، نو چې هغوئ يې ووژنې. ۱۳په هغۀ هيڅ رحم مۀ کوئ. او بنى اِسرائيل د بې‌ګناه وينې توئيدلو نه پاک کړئ، نو په دې سره به ستاسو هر يو کار سم وى.

پخوانۍ پولې

۱۴د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بې‌ځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.

د ګواهانو په حقله قانون

۱۵د يو سړى مجرم ثابِتولو دپاره به يو ګواه کافى نۀ وى، بلکې د هغۀ مجرم ثابِتولو دپاره به د دوو يا درېو ګواهانو پېش کول لازمى وى. ۱۶کۀ څوک د دروغو اِلزام په وجه بل کس ته نقصان رسولو کوشش وکړى، ۱۷نو دواړه به د عبادت هغه يو ځائ ته ځى او د هغه وخت مقرر شوى قاضيان او اِمامان به د هغوئ فېصله وکړى. ۱۸قاضيان به د دې معاملې پوره معلومات وکړى، او کۀ چا په خپل اِسرائيلى باندې د دروغو اِلزام لګولے وى، ۱۹هغۀ ته به هغه سزا ملاويږى چې د څۀ اراده چې يې د بل دپاره لرله. نو داسې به تاسو د دې بدۍ نه خلاص شئ. ۲۰بيا به هر يو کس خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او هيڅ څوک به هم بيا داسې بد عمل نۀ کوى. ۲۱په داسې معامِلو کښې هيڅ رحم مۀ کوئ، د ژوند په بدل کښې به د ژوند سزا وى، د سترګې په بدل کښې د سترګې، د غاښ په بدل کښې د غاښ، د لاس په بدل کښې د لاس، پښې په بدل کښې به د پښې سزا وى.