يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - پينځۀ اويايم زبور

د سرود مشر دپاره: د آسف يو زبور چې په ساز کښې وغږولے شو مۀ تباه کوئ

د خُدائ پاک عدالت کول

۱مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو،

مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے،

او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.

۲تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم،

دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.

۳کله چې دُنيا او هر ژوندے څيز هم په کښې لړزيږى،

خو دا زۀ يم چې د دې ستنې مې کلکې نيولى دى.

۴مغرُورو ته وايمه چې لافې نۀ کوى،

او بدکارانو ته وايمه چې په خپل قدرت فخر نۀ کوى،

۵خپل ښکرونه د آسمان خلاف مۀ اوچتوئ،

او په هسکه غړۍ خبرې مۀ کوئ.“

۶هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته،

او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى.

۷خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى،

او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.

۸د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده،

چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده،

هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى.

۹خو زۀ به يې تر ابده پورې ستايم،

زۀ به په سندرو کښې د يعقوب د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.

۱۰مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم،

خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم.