يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - شپږويشتم باب

د صور خِلاف پېشګوئې

۱د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د مياشتې په وړومبۍ ورځ کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، ځکه چې صور د يروشلم په حقله داسې وئيلى دى چې، آو، د دې قومونو دروازه ماته شوې ده، او د هغوئ دروازې بلکل زما دپاره کولاو دى، نو اوس هغه تباه پرته ده نو زۀ به آباده شم. ۳نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى. ۴هغوئ به د صور دېوالونه تباه کړى او د هغۀ برجونه به راګزار کړى او زۀ به د هغوئ ملبه داسې جارُو کړم چې لکه د صفا ګټ په شان پاتې شى. ۵دا به لکه په سمندر کښې د ماهيګرو د جال د خورولو ځائ په شان وى، ځکه چې ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل چې، نور قومونه به هغه په آسانۍ سره لوټ کولے شى. ۶او په هغه اصلى زمکه باندې به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۷نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به د شمال د خوا نه د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهانو بادشاه، د آسونو او جنګى ګاډو، د سوارو او د لوئ لښکر سره د هغوئ خلاف راولم. ۸او په هغه اصلى زمکه به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى، هغه به ستا خلاف د خاورو ډېرے جوړ کړى، او ستاسو دېوالونو ته به لارې جوړې کړى او خپل ډالونه به ستا خلاف راوچت کړى. ۹هغه به ستا دېوالونه په مشين سره راګزار کړى او په خپلې وسلې سره به ستا برجونه راونړوى. ۱۰د هغوئ آسونه به دومره زيات وى چې په خپلو دوړو کښې به تا پټ کړى. او د جنګى آسونو د شور نه به ستا دېوالونه په لړزان شى، د هغې بګۍ او جنګى ګاډۍ چې کله ستا د ښار دروازې ته درننوځى دا به د هغه ښار په شان وى د چا دېوالونه چې د مخکښې نه وران شوى وى. ۱۱ستا لارې کوڅې به د خپلو آسونو د پښو د نوکو لاندې کړى، او هغه به ستا خلق په تُوره قتل کړى، او ستا مضبوطې ستنې به په زمکه لاندې راوغورزيږى. ۱۲هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى. ۱۳زۀ به ستا د سندرو آواز ختم کړم او ستا د رباب آواز به نور نۀ اورېدلے کيږى. ۱۴زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. ۱۵دا هغه څۀ دى چې مالِک قادر مطلق خُدائ يې صور ته فرمائى، آيا د سمندر ساحلى ځايونه به ستا د راغورزېدو د آواز په وجه د يرې نه ونۀ لړزيږى کله چې زخميان چغې سورې وهى او په تا کښې خلق حلاليږى؟ ‎ ۱۶نو بيا به د ساحل ټول شهزادګان د خپلو تختونو نه راکوز شى او خپله چُوغه به وباسى او خپلې د ګُلکارۍ جامې به يوې خوا ته کېږدى. هغوئ به د غم لباس واچوى په زمکه به کښېنى او د يرې نه به ريږدى، او ستا په تباهۍ به خفه کيږى. ۱۷نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه. ۱۸نو اوس ساحلى علاقه ستا د راغورزېدلو په ورځ لړزيږى، په سمندر کښې جزيرې ستا په راغورزېدلو په لړزان شوې دى. ۱۹مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ ستا ښار په کنډرو بدل کړم، لکه د هغه ښار په شان چې په کښې کله څوک نۀ وى آباد شوى، او کله چې زۀ د سمندر د تل نه اوبۀ په تا راوخېژوم او په هغه ډوبو اوبو کښې غرق شې، ۲۰نو بيا به زۀ تا د هغه چا سره لاندې کندې ته بوځم، هغه خلقو له څوک چې ډېر وړاندې تېر شوى دى. او زۀ به تا په لاندې زمکه کښې اوسوم، لکه د پخوانو تباه شوو سره به اوسيږى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان وى، نو تۀ به بيا هيڅکله راواپس نۀ شې او نۀ به د ژوندو په دُنيا کښې خپل ځائ ته ورسېږې. ۲۱زۀ به تاسو په دردناک مرګ ووژنم او تۀ به نور په دُنيا کښې نۀ يې. ستا لټون به کولے شى خو تۀ به هيڅکله نۀ پېدا کېږې. مالِک قادر مطلق داسې فرمائى.“