يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - شپږم باب

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس به تۀ وګورې چې زۀ د فِرعون سره څۀ کوم. زۀ به خپل زور سره هغه دې ته مجبور کړم چې زما خلق تلو ته پرېږدى، زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم چې فِرعون هغوئ د مُلک مصر نه وشړى.“

د خُدائ پاک حضرت موسىٰ راغوښتل

۲خُدائ پاک موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم. ۳زۀ د قادر خُدائ په توګه اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب ته راڅرګند شوم، خو ما خپل ځان په هغوئ باندې د خپل پاک نوم ”مالِک خُدائ“ په توګه ونۀ پېژندلو. ۴ما د هغوئ سره د کنعان مُلک ورکولو لوظ هم وکړو، هغه مُلک په کوم کښې چې دوئ د مسافرو په شان اوسېدلى وُو. ۵اوس ما د بنى اِسرائيلو فرياد اورېدلے دے ځکه چې مِصريان د دوئ نه د نوکرانو په شان کار اخلى. زۀ به د دوئ سره خپل لوظ پوره کوم. ۶نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم. ۷زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم. ۸زۀ به تاسو هغه مُلک ته راولم چې د کوم ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب له د ورکولو پوخ لوظ کړے وو، دا مُلک به ستاسو ميراث وى. زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۹موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل خو دوئ د هغۀ خبره وانۀ ورېدله، ځکه چې د هغوئ د سختې غلامۍ په وجه دوئ همت بائيللے وو. ۱۰بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۱”لاړ شه او د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه چې هغه دې بنى اِسرائيل د دې مُلک نه تلو ته پرېږدى.“ ۱۲خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بنى اِسرائيل چې زما خبره نۀ اورى، نو فِرعون به يې څنګه واورى؟ زۀ خو په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم.“ ۱۳مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړو چې، ”بنى اِسرائيلو او د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايئ چې ما تاسو له حُکم درکړے دے چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځئ.“

د حضرت موسىٰ او حضرت هارون نسب‌نامه

۱۴د يعقوب د مشر زوئ، د روبين دا څلور زامن وُو، حنوک، فلو، حصرون او کرمى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. ۱۵د شمعون دا شپږ زامن وُو، يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. ۱۶د ليوى دا درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو. ۱۷د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى او د هغوئ ډېر اولاد وو. ۱۸د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. د قُهات ټول عُمر يو سل درې دېرش کاله وو. ۱۹د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. دا د ليويانو قبيلې او اولاد دے. ۲۰عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو. ۲۱د اِضهار درې زامن وُو، قورح، نفج او زِکرى. ۲۲د عُزى‌اېل هم درې زامن وُو، ميسائيل، الصفن او سترى. ۲۳هارون د عمى‌نداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر پېدا شول. ۲۴د قورح درې زامن وُو، اسير، القنه او ابياسف، دوئ د قورح قبيلو پلار نيکۀ وُو. ۲۵د هارون زوئ، اِلى‌عزر، د فوطئيل د لوڼو نه يوه لور وادۀ کړه، چې د هغې نه يې فينحاس پېدا شو. دا د ليوى قبيلې د قومونو او کورَنو مشران وُو. ۲۶هارون او موسىٰ هغه کسان وُو چا ته چې مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر نه بهر بوځئ.“ ۲۷دا هغه کسان وُو چا چې د مِصر بادشاه فِرعون ته ووئيل چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر تلو ته پرېږده.

د مالِک خُدائ حضرت موسىٰ او حضرت هارون له حُکم ورکول

۲۸چې کله مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲۹”زۀ مالِک خُدائ يم. چې زۀ تا ته څۀ وايم هغه هر څۀ د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه.“ ۳۰خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې زۀ په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم، نو فِرعون به زما خبره څنګه واورى؟“