يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - درويشتم باب

د مالِک خُدائ په قوم کښې د شاملېدو اصُول

۱د کوم سړى چې هګۍ ماتې شوې وى يا يې ذکر پرې کړے شوے وى نو هغه يو به هم د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے. ۲يو حرامى پېدا شوے کس يا د داسې کس اولاد، تر لسم نسله پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے. ۳هيڅ يو عمونى يا موآبى، يا د هغوئ اولاد، تر لسم نسل پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے. ۴کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى. ۵خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به بلعام ته غوږ نۀ نيولو، او لعنت يې په برکت بدل کړو، ځکه چې هغۀ ستاسو سره مينه لرله. ۶چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ، د هغوئ مدد مۀ کوئ چې هغوئ د خېر او خوشحالۍ ژوند وکړى. ۷ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ. ۸د درېم نسل نه ورپه اخوا د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ په خلقو کښې شاملېدے شى.

د فوجى کېمپ پاک ساتل

۹کله چې تاسو د يو لښکر په شکل د خپلو دشمنانو خِلاف ووځئ، نو ګورئ د داسې هر څيز نه ځان ساتئ چې تاسو ناپاکوى. ۱۰کۀ د شپې شېطان يو سړے دوکه کړى او هغه په دې وجه ناپاک شى، نو هغه دې د خېمو نه بهر ووځى او هلته دې پاتې شى. ۱۱په ماښام کښې دې هغه غسل وکړى او د نمرپرېواتۀ په وخت کښې هغه واپس کېمپ ته راتلے شى. ۱۲تاسو له په کار دى چې د کېمپ نه بهر يو ځائ جوړ کړئ چې هلته د اودس ماتى دپاره ځئ. ۱۳په خپل سامان کښې د کنستلو دپاره يو څيز هم يوسئ، کله چې تاسو ډکې متيازې کوئ نو يوه کنده به وکنئ او متيازې به په کښې پټې کړئ. ۱۴خپل کېمپ مقدس ساتئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو سره ستاسو په کېمپ کښې دے، دا د دې دپاره چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له په دشمنانو باندې فتح درکړى. داسې يو د بې‌شرمۍ کار هم مۀ کوئ چې د هغې په وجه مالِک خُدائ ستاسو نه مخ واړوى.

مختلف قوانين

۱۵کۀ غلامان د خپلو مالِکانو نه وتښتى او تاسو له د پناه دپاره راشى، نو هغوئ واپس مۀ لېږئ. ۱۶هغوئ ستاسو د ښارونو په هر يو ښار کښې اوسېدے شى چې کوم يې خوښ وى او تاسو به د هغوئ سره زياتے نۀ کوئ. ۱۷اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅکله د عبادتخانې کنجران نۀ جوړيږى. ۱۸د کنجر سړى يا د کنجرې ښځې ګټلے شوې پېسې به هم د يوې منښتې پوره کولو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته نۀ شى راوړلے. مالِک خُدائ د عبادتخانې د کنجرانو نه نفرت کوى. ۱۹کله چې تاسو پېسې يا خوراک، يا بل څيز خپل اِسرائيلى ورور له قرض ورکړئ، نو د هغۀ نه سود مۀ اخلئ. ۲۰يو مسافر له چې څۀ څيز قرض ورکړئ نو د هغې سود د هغۀ نه اخستے شئ، خو چې خپل اِسرائيلى له څۀ قرض ورکړئ نو د هغې سود به ترې نه نۀ اخلئ. دا اصُول ومنئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغه مُلک کښې تاسو له په هر کار کښې برکت درکړى کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ. ۲۱کله چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته تاسو يوه منښته ومنئ، نو چې کومه وعده مو کړې وى په هغې کښې سستى مۀ کوئ، مالِک خُدائ به ستاسو نه د هغه منښتې تپوس کوى او د دې وعدې نۀ پوره کول ګناه ده. ۲۲مالِک خُدائ ته منښته نۀ منل ګناه نۀ ده، ۲۳خو کۀ تاسو په خپله خوښه يوه منښته ومنئ، نو ګورئ هغه وعده به پوره کوئ. ۲۴کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ سره تېرېږئ، نو چې څومره انګور غواړئ هغه خوړلے شئ، خو د هغې نه به په يوه ټوکرۍ کښې انګور نۀ وړئ. ۲۵هم دغه شان، کۀ تاسو د بل چا د فصل په پټى کښې ګرځئ، څومره غله چې د خپلو لاسونو سره راشوکولے شئ هغه خوړے شئ، خو هغه فصل به تاسو په لور نۀ رېبئ.