يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - شپاړسم باب

۱هغوئ د لوظ صندوق هغه خېمې ته يوړو چې داؤد ورله تياره کړې وه او هغه يې په خېمه کښې دننه کېښودو. بيا هغوئ خُدائ پاک ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. ۲کله چې داؤد سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کول بس کړل، نو هغۀ د مالِک خُدائ په نوم باندې خلقو له برکت ورکړو. ۳بيا هغۀ په ټول بنى اِسرائيل کښې هر سړى او ښځې له يوه روټۍ، د غوښې يوه برخه او څۀ کشمش ورکړل. ۴داؤد څۀ ليويان مقرر کړل چې د لوظ صندوق مخامخ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت وکړى او د هغۀ ثناء صِفت وکړى. ۵آسف د هغوئ مشر وو او دا سړى د هغۀ مددګاران مقرر شُو: زکرياه، يعى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، متتياه، اِلياب، بناياه، عوبيد ادوم او يعى‌ايل. هغوئ به بينجو غږولې. آسف چمټې غږولې، ۶او دې دوو اِمامانو بناياه او يحزى‌ايل به د لوظ صندوق په وړاندې هره ورځ بيګلې غږولې. ۷هم په هغه ورځ داؤد آسف او د هغۀ ليويانو له د مالِک خُدائ د ثناء صِفت کولو ذمه وارى ورکړه.

د حضرت داؤد حمد‌و‌ثناء

۸د مالِک خُدائ شکريه ادا کړئ، د هغۀ د لويئ اِعلان وکړئ، قومونو ته ووايئ چې هغۀ څۀ کړى دى. ۹د مالِک خُدائ حمد‌و‌ثناء ووايئ، د هغه عجيبه کارونو په حقله ووايئ چې هغۀ کړى دى. ۱۰په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى. ۱۱د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون کوئ او هر وخت د هغۀ په حضور کښې اوسئ. ۱۲‏-۱۳د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے. ۱۴هغه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ حُکمونه د ټولې دُنيا دپاره دى. ۱۵د خُدائ پاک لوظ هيڅکله مۀ هېروئ، چې کوم د پېړو پېړو پورې نۀ ختمېدونکے لوظ دے، ۱۶کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، هغه وعده چې هغۀ د اِسحاق سره کړې وه. ۱۷مالِک خُدائ د يعقوب سره يو لوظ وکړو، هغه لوظ چې نۀ ختمېدونکے دے. ۱۸هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به تاسو له د کنعان مُلک درکړم، دا به ستاسو خپل ميراث شى.“ ۱۹د خُدائ پاک خلق په شمېر کښې کم وُو، چې د کنعان په مُلک کښې مسافر وُو. ۲۰هغوئ د يو مُلک نه بل مُلک ته سرګردانه ګرځېدل، د يوې بادشاهۍ نه بلې بادشاهۍ ته تلل راتلل. ۲۱خو خُدائ پاک هيڅ څوک پرې نۀ ښودل چې د هغوئ سره بد سلوک وکړى، د هغوئ د حِفاظت دپاره هغۀ بادشاهانو له خبردارے ورکړو، ۲۲”زما خوښ کړے شوو خِدمت کوونکو ته ضرر مۀ رسوئ، زما پېغمبرانو ته تکليف مۀ رسوئ.“ ۲۳اے ټولې دُنيا، د مالِک خُدائ صِفت وکړئ، د هغه زېرى اِعلان هره ورځ کوئ چې هغه بچ کول کوى. ۲۴قومونو ته د هغۀ د جلال اِعلان وکړئ، ټولو خلقو ته د هغۀ د عجيبه کارنامو بيان وکړئ. ۲۵مالِک خُدائ لوئ دے او د هغۀ دې لوئى او ثناء صِفت وشى، د نورو ټولو خُدايانو نه دې د هغۀ زيات درناوے وشى. ۲۶د نورو ټولو قومونو خُدايان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه پېدا کړى دى. ۲۷د هغۀ نه ګېرچاپېره جلال او عزت دے، د هغۀ عبادتخانه د طاقت او د خوشحالۍ نه ډکه ده. ۲۸د زمکې ټولو قومونو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ. ۲۹د مالِک خُدائ د ستائنې وړ نوم لوئى بيان کړئ، نذرانه راوړئ او د هغۀ حضور ته راشئ. کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ، ۳۰اے ټولې دُنيا، د هغۀ په مخکښې ورېږدېږئ. زمکه پخه لګولے شوې ده او نۀ شى خوځېدلے. ۳۱اے آسمانه او اے زمکې، خوشحالى وکړئ، قومونو ته ووايئ چې مالِک خُدائ بادشاه دے. ۳۲سمندر او په هغې کښې مخلوق دې وغړمبيږى، پټى او په دې کښې هر څۀ دې خوشحالى وکړى. ۳۳د ځنګل ونې به د خوشحالۍ نه چغې ووهى. هغه وخت چې مالِک خُدائ په زمکه بادشاهۍ له راځى. ۳۴د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. ۳۵هغۀ ته ووايئ، ”اے زمونږ خلاصوونکيه خُدايه پاکه. مونږ بچ کړه، مونږ په يو ځائ راغونډ کړه، د قومونو نه مو بچ کړه، نو چې داسې مونږ شُکر ګزار شُو او ستا د پاک نوم ستائينه وکړُو. ۳۶د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ستائينه اوس او د همېشه دپاره کوئ.“ بيا ټولو خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، آمين.“

په يروشلم او جبعون کښې عبادت کول

۳۷داؤد بادشاه آسف او د هغۀ ملګرى ليويان د هرې ورځې د خِدمت دپاره مقرر کړل چې په هغه ځائ کښې کېدو چرته چې د لوظ صندوق کېښودلے شو. هغوئ به هلته هره ورځ خپلې ذمه وارۍ پوره کولې. ۳۸د يدوتون زوئ عوبيد ادوم او د هغۀ د قبيلې اتۀ شپېتۀ سړو د هغوئ مدد کولو. حوسه او عوبيد ادوم د دروازو د څوکيدارۍ مشران وُو. ۳۹په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل. ۴۰هر سحر او هر ماښام به هغوئ په قربان‌ګاه باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولې. دا د هغه ليکلى قانون په مطابق وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو. ۴۱هلته د هغوئ سره هيمان، يدوتون او نور کسان وُو چې کوم خصوصاً د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې د ثناء صِفت کولو دپاره خوښ کړے شوى وُو. ۴۲هيمان او يدوتون د بيګلو، چمټو او د موسيقۍ د نورو څيزونو مشرى هم کوله چې په هغه وخت کښې غږولے شول چې کله ثناء صِفت وئيلے شو. د يدوتون زامن د دروازې په څوکيدارۍ مقرر وُو. ۴۳نو بيا ټول خلق خپلو خپلو کورونو ته واپس شول او داؤد هم لاړو چې د خپل خاندان د برکت سبب شى.