يوسفزئ
تاریخي

د حضرت يشوَع کِتاب - دولسم باب

د حضرت موسىٰ نه شکست خوړونکى بادشاهان

۱بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه. ۲يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو، ۳په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيت‌يسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې. ۴هغوئ د بسن بادشاه عوج له هم شکست ورکړو، څوک چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کوله. ۵د هغۀ په بادشاهۍ کښې د حرمون غر، سلکه او د جسور سرحدونو پورې ټول بسن او معکه او نيم جِلعاد او هم داسې د حسبون بادشاه سيحون د علاقې پورې مُلک په کښې شامل وو. ۶موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.

هغه بادشاهان چې حضرت يشوَع شکست ورکړے وو

۷نو يشوَع او بنى اِسرائيلو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو چې په دې کښې د لبنان وادۍ بعل‌جاد نه واخله په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر پورې علاقې شاملې وې. يشوَع دا مُلک په قبيلو باندې تقسيم کړو او دا يې ورکړو چې پوخ ميراث يې شى. ۸په دې حِصه کښې د غرونو مُلک، نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې، د اُردن وادى او د دې لمنې، نمرخاتۀ طرف ته کوزه علاقه او په جنوب کښې خُشکه علاقه شامله وه. په دې علاقه کښې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسېدل. ۹بنى اِسرائيلو چې کومو بادشاهانو له شکست ورکړو هغه دا دى، يريحو، عى چې بيت‌ايل ته نزدې وو، ۱۰يروشلم، حبرون، ۱۱يرموت، لکيس، ۱۲عجلون، جزر، ۱۳دبير، جدر، ۱۴حُرمه، عراد، ۱۵لِبناه، عدولام، ۱۶مقيده، بيت‌ايل، ۱۷تفوح، حِفر، ۱۸افيق، لشرون، ۱۹مدون، حصور، ۲۰سِمرون مرون، اکشاف، ۲۱تعنک، مِجدو، ۲۲قادِس، يقنِعام چې په کرمل کښې وو، ۲۳دور چې د سمندر په غاړه وو، جوئيم، چې په ګليل کښې وو، ۲۴او تِرضاه. دا ټول يو دېرش بادشاهان وُو.