يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - دوه شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر يدوتون دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د خُدائ پاک په خلاصون باور کول

۱زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى،

ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.

۲هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے،

او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.

۳تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟

کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى.

۴دوئ صرف په دې سوچ کښې دى چې هغه د خپل عزت مقام نه راوغورزوى.

دوئ له دروغ وئيل خوند ورکوى،

په خولۀ خو دوئ برکت ورکوى،

خو په زړۀ کښې دوئ لعنت کوى.

۵اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه.

ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى.

۶هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے.

او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.

۷زما عزت او خلاصون د خُدائ له طرفه دے،

هغه زما غټ ګټ او پناه ګاه دے.

۸اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ.

تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ،

ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.

۹عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې،

زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى،

کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.

۱۰چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ،

او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ.

ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ،

هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.

۱۱خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل،

نو ما بار بار واورېدل،

چې خُدائ پاک زورَور دے،

۱۲او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده.

بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.