يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اووۀ پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې هغه د ساؤل نه وتښتېدو او په غار کښې پټ شو چې په هغه ساز کښې وغږولے شو چې ”مۀ تباه کوه“

د مدد دپاره دُعا

۱رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم،

او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم.

ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم

ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.

۲زۀ خو خُدائ تعالىٰ ته سوال زارى کوم،

کوم خُدائ پاک چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوى.

۳هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى،

او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى.

خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.

۴د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم،

کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى،

او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.

۵پاکه خُدايه، خپل عظمت دې په آسمانونو کښې څرګند کړه،

او خپل جلال دې په ټوله زمکه باندې وځلوه.

۶زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى،

زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم.

زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده.

خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.

۷زما زړۀ مطمئن دے زړۀ مې په تا مطمئن دے پاکه خُدايه،

زۀ به هر وخت په سرود کښې ستا ثناء صِفت کوم.

۸زما زړګيه پاڅه، زما سريندې او ربابه پاڅه،

زۀ د سحر سباون په ثناء او صِفت راپاڅوم.

۹اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا شکريه په ټولو خلقو کښې ادا کړم،

زۀ به ټولو قومونو کښې ستا صِفت بيان کړم.

۱۰ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى،

هم ستا وفادارى آسمانونو سره لګيږى.

۱۱پاکه خُدايه، خپل عظمت دې په آسمانونو کښې څرګند کړه،

او جلال دې په ټوله زمکه باندې وځلوه.