يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - دوه دېرشم باب

په اِنصاف سره د يو بادشاه حکمرانى

۱ګورئ، يو بادشاه به په اِنصاف سره حکمرانى کوى. او د هغۀ آفسران به هم په اِنصاف سره حکمرانى کوى. ۲د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى. ۳نو بيا چې د چا سترګې وى نو هغوئ به حقيقت وينى، او چې د چا غوږونه وى نو هغوئ به د اورېدو جوګه وى. ۴څوک چې د بې‌صبرۍ نه کار اخلى هغوئ به هوښيار شى، او چاړاګان به صفا او روانۍ سره خبرې کوى. ۵څوک به دا نۀ وائى چې کم عقل کس عزتمند وى او يا بدعمله کس نېک وى. ۶يو کم عقل کس د کم عقلتوب خبرې کوى او د بدعملۍ کولو منصوبې جوړوى. هغه د بې‌دينۍ خبرې کوى او د مالِک خُدائ خلاف کُفر غروى. هيڅکله اوږو خلقو له خوراک نۀ ورکوى او تږى د څۀ څښلو نه محرومه ساتى. ۷کم عقل انسان بدعمله وى او د بدعملۍ کارونه کوى، هغه د دروغو سره د غريب د تباه کېدو منصوبې جوړوى اګر کۀ حاجتمند په حقه هم وى. ۸خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.

د يروشلم د ښځو دپاره خبردارے

۹اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ زما خبره واورئ. اے بې‌پرواه لوڼو زما خبره په غور سره واورئ. ۱۰يو کال او څو ورځې پس به تاسو بې‌پرواه ښځې په لړزان شئ، ځکه چې د انګورو فصل به ضائع شى او مېوې به هيڅکله نۀ پخيږى. ۱۱اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ، د يرې نه ولړزېږئ. اے بې‌غمه لوڼو د يرې نه ورپېږئ. خپلې کپړې وباسئ بربنډې شئ او د ټاټ جامې واچوئ. ۱۲د زرخېزه پټو او د انګورو باغونو دپاره د خفګان نه خپلې سينې وهئ. ۱۳زما د خلقو په مُلک کښې د ازغو او غنو بوټى راشنۀ شوى دى. ستاسو د کورونو خندا او د ښارونو خوشحالى به ختمه شى. ۱۴محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى. ۱۵ترڅو چې خُدائ پاک خپل روح په مونږ نازل نۀ کړى نو تر هغه وخته پورې به حالات هم داسې وى. خو بيا به هغه خوشے مُلک آباد شى او د باغ مېوه دارې ونې به يې لکه د ځنګل په شان ګڼې وى. ۱۶نو بيا به اِنصاف په صحرا کښې استوګنه کوى، او صداقت به په مېوه دار باغ کښې اوسيږى. ۱۷د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى. ۱۸زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى، ۱۹اګر کۀ ځنګل تباه شى او ښار مکمل برباد شى. ۲۰خو بختور يئ تاسو چې د ټولو اوبو په غاړه به فصلونه وکرلے شئ او په آزادۍ سره به خپل خرونه او څاروى وڅرولے شئ.