يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - اتلسم باب

د اِمامانو برخه

۱د ليوى قبيلې هيچا ته به هم په زمکه کښې حِصه نۀ ملاويږى، نۀ اِمامانو ته او نۀ يې نورو خلقو ته، د دې په ځائ هغوئ به په هغه نذرانو او قربانو ژوند تېروى کومې چې مالِک خُدائ ته ورکولے شى. ۲د هغوئ به خپل هيڅ ميراث نۀ وى، لکه چې نورې قبيلې يې لرى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې ده چې مالِک خُدائ به په خپله د هغوئ ميراث وى. ۳کله هم چې يو څاروے يا ګډ قربانى کيږى، اِمام له به د دې اوږه، ژامه او دنننى اندامونه ورکولے شى. ۴هغوئ به د دې څيزونو نه وړومبۍ برخه اخلى يعنې د غلې، ميو، د زيتُونو تېلو او ستاسو د ګډو د وړو نه. ۵مالِک خُدائ ستاسو د ټولو قبيلو نه د ليوى قبيله خوښه کړه چې د اِمامانو په توګه همېشه د هغۀ خِدمت وکړى. ۶هر يو ليوے چې وغواړى نو هغه د بنى اِسرائيلو د هر يو ښار نه د عبادت هغه يو ځائ ته راتلے شى ۷او هلته د يو اِمام په توګه د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت کولے شى، لکه د نورو ليويانو په شان کوم چې هلته خِدمت کوى. ۸د نورو اِمامانو په شان به هغۀ ته هم هغه هومره خوراک ملاويږى او د هغۀ خاندان چې څۀ هم ورلېږى نو هغه د ځان دپاره کېښودے شى.

د غېرو قومونو د رسمونو خِلاف خبردارے

۹کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو چې هلته کوم قومونه دى د هغوئ په غلطو رِواجونو پسې مۀ ځئ. ۱۰ستاسو په مينځ کښې دې داسې کس نۀ وى چې خپل بچى په اور کښې قربانى کوى، او خپل خلق مۀ پرېږدئ چې د غېبو په خبرو عمل وکړى، يا فال وګورى يا په منتر پسې وګرځى ۱۱يا تعويذ استعمال کړى، د ښاپېرو په ذريعه کار وکړى او هغوئ مۀ پرېږدئ چې د مړو روحونو سره مشورې وکړى. ۱۲مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې دا حرام کارونه کوى، نو ځکه مالِک خُدائ به هغه قومونه وشړى چې تاسو مخ په وړاندې ځئ. ۱۳د مالِک خُدائ سره پوره وفادار اوسئ.“

د يو پېغمبر د رالېږلو وعده

۱۴بيا موسىٰ وفرمائيل، ”په هغه مُلک کښې، کوم چې زر تاسو قبضه کړئ، خلق د غېبو خبرې کوونکو او فالونو کتونکو په نصيحت عمل کوى، خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اجازت نۀ درکوى چې تاسو داسې وکړئ. ۱۵خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ. ۱۶په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ. ۱۷نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ صحيح سوال کړے دے. ۱۸زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم، زۀ به هغۀ ته وښايم چې هغه به څۀ وائى او زۀ چې کوم حُکم ورکوم نو هم هغه شان به يې خلقو ته ورسوى. ۱۹هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم. ۲۰خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى. ۲۱مونږ څنګه دا وئيلے شُو چې د يو پېغمبر پېغام د مالِک خُدائ نه نۀ دے؟ ۲۲کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.