يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - يوويشتم باب

د نوکرانو سره سلوک

۱”د بنى اِسرائيلو دپاره دا قانون مقرر کړه چې، ۲کۀ تاسو يو عبرانے غلام واخلئ، هغه به شپږ کاله ستاسو خِدمت کوى. او په اوؤم کال به بغېر د څۀ څيز درکولو نه آزاد شى. ۳چې کله هغه د وادۀ نه مخکښې ستاسو غلام شوے وى، نو د آزادېدو په وخت به د ځان سره ښځه نۀ بوځى، خو چې کله هغه ستاسو غلام کېدلو او وادۀ يې کړے وو، نو هغه خپله ښځه د ځان سره بوتلے شى. ۴کۀ مالِک ورله وادۀ وکړى او د هغۀ زامن يا لوڼه پېدا شى، نو هغه ښځه او د هغۀ بچى به د مالِک وى او هغه سړے چې آزاد کړے شى نو هغه يواځې تلے شى. ۵خو کۀ غلام صفا ووائى چې زۀ د خپل مالِک سره، خپلې ښځې او خپلو بچو سره مينه لرم او آزادېدل نۀ غواړم، ۶نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى. ۷کۀ يو سړے خپله لور د وينځې په توګه خرڅه کړى، نو هغه به د نرانو نوکرانو په شان نۀ شى آزادولے. ۸کۀ هغه په يو داسې کس خرڅه کړے شى چې هغه يې د ښځې کولو اراده لرى، خو د هغۀ دا خوښه نۀ وى، نو خپل پلار به دا واپس اخلى، د هغې مالِک دا په پردو خلقو نۀ شى خرڅولے، ځکه چې هغۀ د دې سره ټګى کړې ده. ۹کۀ يو سړے د خپل زوئ دپاره وينځه واخلى، نو هغه به د هغې سره د لور په شان سلوک کوى. ۱۰کۀ يو سړے دوېمه ښځه وکړى، نو هغه به خامخا د خپلې وړومبۍ ښځې د مخکښې په شان د هغې د خوراک، جامو او د وادۀ د حقُونو خيال ساتى. ۱۱کۀ هغه ورسره دا درې ذمه وارۍ نۀ پوره کوى، نو هغه به يې خامخا بغېر د څۀ قيمت نه آزاده کړى.

د بدو عملونو په حقله قانون

۱۲چې څوک يو کس ووهى او هغه وهلے شوے کس مړ شى نو هغه وهونکے به خامخا وژلے شى. ۱۳خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى. ۱۴خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربان‌ګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى. ۱۵چې څوک هم خپل پلار يا خپله مور ووهى نو هغه به خامخا وژلے شى. ۱۶کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى. ۱۷هر څوک چې خپل مور پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى. ۱۸‏-۱۹کۀ په جګړه کښې يو کس بل کس په کاڼى يا په سوک ووهى او مړ نۀ شى، نو وهونکى له دې سزا نۀ شى ورکولے. چې کوم وهلے شوے وى او د کټ نه د پاڅېدو نۀ وى، خو وروستو بيا هغه د پاڅېدو او د امسا په مدد سره د بهر ګرځېدو جوګه شى، نو چا چې وهلے وى نو هغه به ورله د بې‌روزګاره پاتې کېدلو مزدورى ورکوى او تر هغه پورې به د هغۀ خيال ساتى چې پوره روغ شوے نۀ وى. ۲۰کۀ يو کس خپله وينځه يا خپل غلام په کوتک ووهى او هغه هم په هغه ځائ مړ شى، نو مالِک له به يې خامخا سزا ورکولے شى. ۲۱خو کۀ وهلے شوے کس يوه يا دوه ورځې ژوندے وى، نو مالِک له به يې سزا نۀ شى ورکولے، ځکه چې هغه يې خپل تاوان وو نو دا سزا يې بس ده. ۲۲کۀ څۀ کسان په جګړه وى او يوه اُميدواره ښځه ووهى او چې د هغې اولاد وغورزيږى، خو بل ځائ يې زخمى نۀ وى، نو چا چې هغه وهلى وى هغه به دومره جرمانه کيږى چې څومره جرمانه د هغې ښځې خاوند غواړى او چې قاضيان ووائى چې دا جرمانه صحيح ده. ۲۳خو کۀ هغه ښځه په خپله هم زخمى وى، نو سزا به د ژوند په بدل کښې ژوند وى، ۲۴د سترګې په بدل کښې سترګه، او د غاښ په بدل کښې غاښ، د لاس په بدل کښې لاس، د پښې په بدل کښې پښه، ۲۵د سوزولو په بدل کښې سوزول، د زخم په بدل کښې زخم، د کوړو په بدل کښې کوړې وهل دى. ۲۶کۀ يو کس د خپل غلام يا خپلې وينځې په وهلو سره سترګه وباسى، نو د سترګې په بدل کښې به هغه غلام يا وينځه آزادولے شى. ۲۷کۀ هغه د خپل غلام يا وينځې غاښ مات کړى، نو د غاښ په بدل کښې به هغه غلام يا وينځه آزادولے شى.

د مالِکانو ذمه وارى

۲۸کۀ يو غوَيے څوک په ښکر ووهى او هغه مړ شى، نو هغه غوَيے به خامخا سنګسارولے شى او د دې غوښه به نۀ شى خوړلے، خو د غوَيى مالِک خلاص دے. ۲۹خو کۀ دې غوَيى مخکښې هم خلق وهل او مالِک له يې خبردارے ورکړے شوے وى او هغۀ دا غوَيے تړلے نۀ وى ساتلے او دا څوک ووهى او مړ شى، نو غوَيے به سنګسارولے شى او مالِک به يې هم وژلے شى. ۳۰خو کۀ د مالِک نه د خپل ژوند بچ کولو تاوان وغوښتلے شى، نو هغه به پوره تاوان ورکوى. ۳۱کۀ يو غوَيے هلک يا جينۍ ووژنى، نو هم دغه شان فېصله به پرې کيږى. ۳۲کۀ غوَيے يو غلام يا وينځه ووژنى، نو د غوَيى مالِک به د هغه غلام يا وينځې مالِک له د سپينو زرو دېرش سيکې ورکوى او غوَيے به هم سنګسارولے شى. ۳۳کۀ يو کس يوه کنده کولاو پرېږدى يا کنده وکنى او دا پټه نۀ کړى او يو غوَيے يا خر ورغورزيږى، ۳۴نو هغه کس به خامخا د دې ځناور مالِک ته تاوان ورکوى. هغه به يې مالِک ته د دې قيمت ورکړى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى. ۳۵کۀ د يو کس غوَيے د بل چا غوَيے ووهى او هغه مړ شى، نو هغوئ دواړه دې هغه ژوندے غوَيے خرڅ کړى او هغه پېسې دې په خپلو کښې تقسيم کړى، او هغه مړ ځناور دې هم په خپلو کښې تقسيم کړى. ۳۶خو کۀ دا پته لګېدلې وى چې دې غوَيى مخکښې هم وهل کول او مالِک دا تړلے نۀ ساتلو، نو هغه به د غوَيى په تاوان کښې هغه بل کس له ژوندے غوَيے ورکوى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.