يوسفزئ
تاریخى

د حضرت نحمياه کِتاب - نهم باب

د خلقو د خپلو ګناهونو اِقرار کول

۱هم د هغه مياشتې په څليريشتمه ورځ بنى اِسرائيل راغونډ شول، او روژه يې نيولې وه، د ټاټ جامې يې اغوستې وې او په خپلو سرونو باندې يې خاورې اچولې وې. ۲ټولو بنى اِسرائيلو د پردى وطن د خلقو نه ځانونه جدا کړى وُو. بيا هغوئ ودرېدل او د هغه ګناهونو اِقرار شروع کړو کوم چې هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ کړى وُو. ۳تقريباً درې ګينټې هغوئ ولاړ وُو او د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک قانون ورته ولوستلے شو او ورپسې درې ګينټې هغوئ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړو او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت يې وکړو. ۴هلته د ليويانو په ممبر باندې دا کسان ولاړ وُو، يشوَع، بانى، قدمى‌اېل، شبنياه، بُنى، سربياه، بانى او کنعنياه. هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په چغو چغو وژړل. ۵د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمى‌اېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“

د اِقرار دُعا

۶او بيا بنى اِسرائيلو دا دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، يواځې تۀ مالِک خُدائ يې، تا آسمانونه او د آسمان ستورى جوړ کړى دى. تا زمکه او سمندر او په دې کښې هر څۀ جوړ کړى دى، تا هر څيز له ساه ورکړې ده. آسمانى مخلوق تا ته سجده کوى او ستا عبادت کوى. ۷مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، تا ابرام غوره کړو، او تا هغه د بابل ښار اُور نه راوويستلو، تا د هغۀ نوم اِبراهيم ته بدل کړو. ۸تا ته پته ولګېده چې هغه ستا وفادار دے، نو تا د هغۀ سره يو لوظ وکړو. دا لوظ چې د کنعانيانو مُلک به ورکوې، د حِتيانو او اموريانو مُلک، د فرزيانو، يبوسيانو او جرجاسيانو مُلک، چې هغه به داسې يو مُلک وى چې د هغۀ اولاد په کښې اوسيږى. تا خپله وعده ځکه پوره کړه چې تۀ وفادار يې. ۹تا وکتل چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې څومره کړېدلى وُو، تا د بحرِقُلزم سره د هغوئ د مدد دپاره فرياد واورېدو. ۱۰تا د فِرعون خِلاف عجيبه معجزې وکړې، دا معجزې د هغۀ آفسرانو او د هغه مُلک د خلقو خِلاف وې، ځکه چې تا ته پته وه چې هغوئ ستا په خلقو باندې څومره ظلم کولو. تا هغه شُهرت حاصل کړو چې تر ننه پورې يې لرې. ۱۱تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى. ۱۲د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله. ۱۳د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل. ۱۴تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو. ۱۵کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه. ۱۶خو زمونږ پلار نيکۀ مغروره او ضديان شول او ستا د حُکمونو د منلو نه يې اِنکار وکړو. ۱۷هغوئ نافرمانى وکړه، تا چې کومې معجزې کړې وې هغه يې هېرې کړې. په خپله سرکشۍ کښې هغوئ يو مشر خوښ کړو چې د مِصر غلامۍ له يې واپس بوځى. خو تۀ بخښونکے خُدائ پاک يې، تۀ مهربان او مينه کوونکے يې، زر نۀ غصه کېږې. ستا رحم لوئ دے، تا هغوئ پرې نۀ ښودل. ۱۸هغوئ د سخى په شکل کښې يو بُت جوړ کړو او وې وئيل چې دا هغه خُدائ دے چې تاسو يې د مِصر نه راوويستلئ. مالِکه خُدايه، هغوئ ستا څومره بې‌عزتى وکړه. ۱۹خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله. ۲۰تا د خپل نېک روح په ذريعه د هغوئ لارښودنه وکړه، تا هغوئ له د خوراک دپاره من ورکولو او د څښلو دپاره دې اوبۀ ورکولې. ۲۱په صحرا کښې په ټولو څلوېښتو کالو کښې چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وو د هغې هر څۀ بندوبست دې ورله وکړو، د هغوئ جامې هيڅکله زړې نۀ شوې، او د هغوئ پښې ونۀ پړسېدلې. ۲۲په قومونو او بادشاهو فتح کولو کښې تا د هغوئ مدد کولو، او تا خپل خلق په هر ځائ کښې آباد کړل. هغوئ د حسبون مُلک فتح کړو، چرته چې سيحون بادشاهى کوله، او د بسن مُلک، چرته چې عوج بادشاه وو. ۲۳تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى، او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسيږى هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه. ۲۴هغوئ د کنعان مُلک قبضه کړو، هلته چې کوم خلق اوسېدل تۀ په هغوئ باندې غالِب راغلې. تا خپلو خلقو له هغه طاقت ورکړو چې د هغوئ سره هغه شان کار وکړى چې څۀ يې خوښه وى څوک چې د کنعان بادشاهان او خلق وُو. ۲۵ستا خلقو د پَخو دېوالونو ښارونه قبضه کړل، چې آباده زمکه، د دولت نه ډک کورونه ونيسى، هغه کوهى چې د مخکښې نه کنستلے شوى دى، د زيتُونو ونې، د مېوو ونې او د انګورو باغونه. هغوئ په مړه خېټه خوراک کولو او غټ شول، تا چې کوم ښۀ څيزونه هغوئ له ورکړى وُو د هغه هر څۀ نه يې خوند اخستلو. ۲۶خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله، ۲۷نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل. ۲۸کله به چې خېر شو، نو هغوئ به ستا خِلاف بيا ګناه وکړه، او تا يو ځل بيا هغوئ دشمنانو ته حواله کړل. خو کله چې هغوئ توبه وويستله او سوال يې وکړو چې هغوئ بچ کړې، نو په آسمان کښې تا وخت په وخت د هغوئ سوال اورېدو او تا د خپل لوئ رحم په وجه هغوئ بچ کول. ۲۹تا هغوئ له خبردارے ورکړو چې ستا قانون ته بيا راواپس شى، خو په غرور سره هغوئ ستا قانون و نۀ منلو، اګر چې ستا د قانون منل د ژوند لاره ده. هغه د سخت زړۀ او ضديانو خلقو نافرمانى وکړه او تا ته يې غوږ نۀ نيولو. ۳۰ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى. ۳۱خو ستا د لوئ رحم په وجه، تا هغوئ نۀ پرېښودل او نۀ دې تباه کړل. تۀ رحمان او رحيم خُدائ پاک يې. ۳۲اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه. ۳۳تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه، اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا مونږ سره اِنصاف وکړو. ۳۴زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ ستا قانون نۀ دے منلے. هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو. ۳۵کۀ څۀ هم چې د هغوئ په بادشاهۍ کښې تا هغوئ له لوئ برکت ورکړے وو، کله چې هغوئ په هغه کولاو او آباد مُلک کښې اوسېدل کوم چې تا هغوئ له ورکړے وو، خو بيا هم هغوئ د ګناه نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې ستا خِدمت کړے وو. ۳۶نو مونږ تر اوسه په هغه مُلک کښې غلامان يُو چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے وو، چې د هغې په مېوه او پېداوار باندې مزې وکړى. ۳۷چې زمکه څۀ پېدا کوى نو هغه بادشاهانو له ځى چې زمونږ د ګناه په وجه تا په مونږ باندې مقرر کړى دى. هغوئ زمونږ او زمونږ د څاروو سره هغه څۀ کوى چې څۀ يې خوښه وى، او مونږ په يوه سخته پرېشانۍ کښې يُو.“

د خلقو يوه معاهده کول

۳۸”چې دا هر څۀ شوى دى نو مونږ بنى اِسرائيليان دا پخه ليکلې معاهده کوُو او زمونږ مشران، ليويان او زمونږ اِمامان به په دې باندې خپل مهرونه ولګوى.“