يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - يوويشتم باب

د اِمامانو پاکوالے

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى، ۲خو د دې نه بغېر چې هغه يې نزدې خپلوان وى لکه مور، پلار، زوئ، لور، ورور، ۳يا پېغله خور چې د هغۀ په کور کښې اوسيږى. ۴هغه دې د هغه چا په مرګ کښې خپل ځان ناپاک نۀ کړى چې د وادۀ په ذريعه د هغۀ خپلوان شوے وى. ۵يو اِمام به هم د خپل سر يوه حِصه هم نۀ کلوى، نۀ به ږيره لنډوى او نۀ به خپل بدن غوڅوى چې دا ښکاره کړى چې غم کوى. ۶هغه به مقدس وى او چې زما نوم سپک نۀ کړى. هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې خامخا مقدس وى. ۷يو اِمام به د کنجرې ښځې سره وادۀ نۀ کوى يا چې پېغله نۀ وى او يا طلاقه شوې وى ځکه چې هغه مقدس دے. ۸خلق به خامخا اِمام مقدس ګڼى، ځکه چې هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى. زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ مقدس يم او زۀ خپل خلق مقدس کوم. ۹کۀ د يو اِمام لور کنجره شى، هغه د خپل پلار سپکاوے کوى، نو هغه به خامخا په اور کښې سوزولے شى. ۱۰د مشر اِمام په سر باندې د غوړولو تېل اچولے شوى دى او هغه پاک شوے دے چې د اِمامانو لِباس واغوندى، نو هغه به خپل وېښتۀ ببر نۀ پرېږدى نۀ به شلېدلې جامې اغوندى چې دا ښکاره کړى چې هغه غم ژړا کوى. ۱۱‏-۱۲هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بې‌عزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى. ۱۳هغه به د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى، ۱۴کونډه يا طلاقه شوې ښځه يا يوه کنجره ښځه به نۀ وادۀ کوى. هغه دې صِرف د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى او هغه يې د خپلې قبيلې نه وى. ۱۵ګنې، د هغۀ بچى به ناپاک وى، په کار دى چې هغوئ پاک وى. زۀ مالِک خُدائ يم او ما هغه د اِمام په توګه غوره کړے دے.“ ۱۶مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې، ۱۷”هارون ته ووايه، ستا د اولاد هغه يو کس به هم په اور تيارېدونکې نذرانه ما ته نۀ پېش کوى، کوم چې په بدن کښې څۀ عېب لرى. په دې خبرو به په راتلونکى ټولو وختونو کښې عمل کيږى. ۱۸داسې يو سړے هم دا نذرانه نۀ شى پېش کولے چې هغه په بدن کښې داسې عېب لرى لکه څوک چې ړوند، ګوډ، کوږ مخے يا معذُور وى، ۱۹څوک چې په لاس يا په پښه ګوډ وى، ۲۰چې په ملا يې کُب وى يا مندرے وى، څوک چې د سترګو يا د څرمنې څۀ بيمارى لرى، او يا چې خصى وى. ۲۱د هارون د اولاد داسې يو اِمام هم ما ته په اور تيارېدونکې نذرانه نۀ شى پېش کولے چې په بدن کښې څۀ عېب لرى. ۲۲خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه، ۲۳خو ځکه چې هغه په بدن کښې څۀ عېب لرى، نو هغه دې مقدسې پړدې ته او قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى. هغه دې دا مقدس ځايونه نۀ ناپاکه کوى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.“ ۲۴نو دا هغه څۀ دى چې موسىٰ هارون ته، د هارون زامنو ته او ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل.