يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - څلوېښتم باب

د مالِک خُدائ د حضور خېمې ودرول او وقف کول

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه. ۳په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه. ۴هغه مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. ډيوټ هم دننه راوړه او ډيوې ورباندې کېږده. ۵د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربان‌ګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه. ۶د خېمې په مخکښې د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه کېږده. ۷د خېمې او قربان‌ګاه په مينځ کښې د وينځلو ښانک کېږده او اوبۀ په کښې واچوه. ۸ګېرچاپېره پړدې ودروه او د دې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه. ۹بيا د زيتُونو په تېلو باندې غوړولو سره خېمه او د دې ټول سامان وقف کړه او داسې به دا مقدس شى. ۱۰ورپسې، د غوړولو د تېلو په ذريعه د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه او د دې ټول سامان وقف کړه او قربان‌ګاه به پوره مقدسه شى. ۱۱د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په داسې طريقه وقف کړه. ۱۲هارون او د هغۀ زامن د خېمې دروازې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې غسل وکړى. ۱۳هارون ته مقدسې جامې ورواغونده، سر يې په تېلو غوړ کړه او وقف يې کړه، نو هغه به د اِمام په توګه زما خِدمت کوى. ۱۴د هغۀ زامن راوله او هغوئ ته چُوغې ورواغونده. ۱۵بيا د هغوئ سر په تېلو غوړ کړه، هم هغه شان چې څنګه دې د هغوئ د پلار سر غوړ کړے وو، نو چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. دا غوړول به هغوئ د راتلونکى ټولو وختونو دپاره اِمامان جوړ کړى.“ ۱۶موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۱۷چې کله هغوئ د مِصر نه راووتل نو د دوېم کال د اولنۍ مياشتې اوله ورځ وه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه. ۱۸موسىٰ د دې پښې لاندې ولګولې، چوکاټونه يې ودرول، لاړى يې ورسره ولګول او د دې ستنې يې ودرولې. ۱۹هغۀ په خېمه باندې د پټولو دپاره پړده خوره کړه او دپاسه يې پرې بله پړده هم واچوله، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۲۰بيا هغۀ د کاڼو دوه تختې واخستلې او د لوظ صندوق کښې يې کېښودلې. هغۀ د صندوق په کَړو کښې بازوګان واچول او د دې د کفارې تخت يې پرې کېښودو. ۲۱بيا هغۀ صندوق خېمې ته دننه راوړو او پړده يې ځوړنده کړه. نو داسې هغۀ صندوق پټ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۲۲د پړدې نه بهر شمالى طرف ته يې په خېمه کښې مېز کېښودو، ۲۳او په دې باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې روټۍ کېښوده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۲۴مېز ته مخامخ، جنوب طرف ته، هغۀ په خېمه کښې ډيوټ کېښودو، ۲۵او هغۀ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ډيوې بلې کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۲۶پړدې ته مخامخ، هغۀ په خېمه کښې د سرو زرو قربان‌ګاه کېښوده، ۲۷او هغۀ ورباندې د خوشبويۍ مصالحې وسوزولې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۲۸هغۀ پړده د خېمې په دروازه کښې ځوړنده کړه، ۲۹او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۳۰هغۀ د وينځلو ښانک د خېمې او قربان‌ګاه په مينځ کښې کېښودو او اوبۀ يې په کښې واچولې. ۳۱موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو هلته خپل لاسونه او پښې ووينځلې ۳۲چې کله هغوئ دننه خېمې ته يا قربان‌ګاه ته ورتلل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۳۳موسىٰ د خېمې او قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره پړدې ودرولې او دربار ته د ننوتلو په دروازه باندې يې پړده ځوړنده کړه. نو موسىٰ ټول کار سر ته ورسولو.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاسه وريځ

۳۴بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه. ۳۵نو په دې وجه موسىٰ خېمې ته دننه نۀ شو تلے. ۳۶بنى اِسرائيلو صِرف په هغه وخت کښې په بل ځائ کښې کېمپ لګولو چې کله به وريځ د خېمې نه پورته شوه. ۳۷تر کومې پورې چې به وريځ هلته وه، نو هغوئ به د سفر دپاره خېمې نۀ اوچتولې. ۳۸چې هغوئ کوم ځائ ته هم سفر کولو نو د ورځې به يې د مالِک خُدائ د حضور وريځ د خېمې دپاسه ليدله او د شپې به يې په وريځو کښې بل شوے اور ليدلو.