يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو اول کِتاب - پينځم باب

د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړولو تيارے کول

۱د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل. ۲سليمان حيرام ته دا پېغام ولېږلو، ۳”تا ته پته ده چې زما پلار داؤد هر وخت د هغه ګېرچاپېره مُلکونو د دشمنانو سره جنګونه کول نو په دې وجه هغۀ د مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک دپاره يو کور تر هغې پورې نۀ شو جوړولے چې مالِک خُدائ هغۀ له په خپلو دشمنانو باندې فتح نۀ وه ورکړې. ۴خو اوس مالِک خُدائ زما خُدائ پاک زما ټول سرحدونه په امن کښې کړى دى. نۀ زما دشمنان شته او نۀ د حملې څۀ خطره شته. ۵مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم. ۶نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“ ۷حيرام ته چې کله د سليمان پېغام مِلاو شو نو ډېر زيات خوشحاله شو او هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ نن داؤد له يو هوښيار زوئ ورکړے دے چې د هغۀ په ځائ د دې عظيم قوم بادشاه شى.“ ۸بيا حيرام سليمان له دا پېغام ولېږلو، ”ما ته ستا پېغام مِلاو شوے دے او چې څۀ دې فرمائيلى دى د هغې کولو ته تيار يم. زۀ به د دِيار او د نختر د ونو بندوبست وکړم. ۹زما سړى به لرګى د لبنان نه سمندر ته راوړى او هغوئ به دا د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړى او چې کوم ځائ تاسو خوښ کړئ نو هغه ځائ ته به يې په اوبو کښې ورسوى. زما سړى به دا هلته کولاو کړى او ستا سړو ته به يې حواله کړى. او تاسو له په کار دى چې زما د محل خلقو له د خوراک بندوبست وکړئ.“ ۱۰نو حيرام سليمان له د هغه ټولو د دِيار او د نختر د لرګو بندوبست وکړو چې هغۀ غوښتى وُو، ۱۱او سليمان حيرام له دوه زره ټنه غنم او څلور لاکه کلو سوچه د زيتُونو تېل ورکړل نو د هغۀ د محل د خلقو د هر کال د خوراک بندوبست وشو. ۱۲مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړه او سليمان له يې حِکمت ورکړو. او د حيرام او سليمان په مينځ کښې امن شو او د يو بل سره يې تړون وکړو. ۱۳سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو نه دېرش زره مزدوران راغونډ کړل، ۱۴او ادونرام يې د هغوئ مشر مقرر کړو. هغۀ هغوئ د لسو زرو په درې قبيلو کښې تقسيم کړل او هرې قبيلې به يوه مياشت په لبنان کښې او دوه مياشتې په کور کښې تېرولې. ۱۵سليمان د غرونو په مُلک کښې اتيا زره سړى لرل چې کاڼى يې راويستل او اويا زره سړو دا راوړل، ۱۶او هغۀ درې زره او درې سوه مشران مقرر کړل چې د هغوئ د کار مشرى کوى. ۱۷د سليمان د حُکم په مطابق هغوئ د مالِک خُدائ کور د بنياد دپاره ښائسته او لوئ کاڼى تيار کړل. ۱۸د سليمان او د حيرام سړو او د جبل د ښار سړو د خُدائ پاک کور د جوړولو دپاره کاڼى او لرګى تيار کړل.