يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت هوسيع نبى کِتاب - اتم باب

د بُت پرستۍ په وجه مالِک خُدائ بنى اِسرائيل رد کړل

۱”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلاف‌ورزى يې کړې ده. ۲اوس بنى اِسرائيل ما ته مِنت زارى کوى چې، زمونږ مدد وکړه ځکه چې تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. ۳خو بنى اِسرائيلو هغه څۀ رد کړى دى څۀ چې ښۀ دى، نو دشمن به هغۀ پسې وى. ۴هغوئ زما د اجازت نه بغېر بادشاهان جوړ کړل، هغوئ زما د رضا نه بغېر مشران مقرر کړل. هغوئ د خپلو سرو زرو او سپينو زرو نه بُتان جوړ کړى دى او په ځان يې پخپله تباهى راوستې ده. ۵اے سامريې. ما ستا دا سخے بُت رد کړے دے. زما غصه ستا خلاف ده، تاسو د صفا کېدو قابل نۀ يئ ترڅو پورې به ستاسو دا حالت جارى وى؟ ۶اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى. ۷هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى. ۸بنى اِسرائيل لواړ تېر کړے شوى دى. اوس هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ شوى دى او د بېکاره لوښى په شان پراتۀ دى. ۹هغوئ اسوريانو له د مدد دپاره تلى دى، لکه څنګه چې يوې ځنګلى خرې وار راوړے وى. دغسې بنى اِسرائيل لکه د کنجرې خپل ځان په عاشقانو خرڅ کړے دے. ۱۰اګر چې دوئ خپل ځان په ډېرو قومونو خرڅ کړے دے، خو اوس به زۀ هغوئ يو ځائ ته راغونډ کړم او سزا به ورکړم. د هغوئ بادشاه او شهزادګان به زر د جزيې لاندې په لړزان شى. ۱۱اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربان‌ګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول. ۱۲اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى. ۱۳هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى. ۱۴بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“