يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - پينځويشتم باب

د يروشلم تباهى

۱نو د صدقياه د بادشاهۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم خِلاف روان شو. هغۀ د ښار نه بهر خېمې ولګولې او د ښار نه ګېرچاپېره يې د محاصرې دېوالونه تاو کړل. ۲او د صدقياه د بادشاهۍ تر يوولسم کال پورې يې دا محاصره کړے وو. ۳هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو، ۴نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول. ۵خو د بابليانو لښکر په صدقياه بادشاه پسې وو، يريحو ته نزدې په مېدانونو کښې يې ونيولو او خپل ټول فوجيان ترې نه لاړل او هغه يې يواځې پرېښودو. ۶صدقياه نبوکدنضر بادشاه له بوتلے شو، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو او هلته نبوکدنضر په هغۀ باندې سزا وخېژوله. ۷نو د صدقياه په مخکښې د هغۀ دوه زامن ووژلے شول، نبوکدنضر د صدقياه نه سترګې وويستلې، هغه يې د زېړو په هتکړو کښې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.

د مالِک خُدائ د کور تباه کېدل

۸د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو. ۹هغۀ د مالِک خُدائ کور، شاهى محل او د يروشلم ټول کورونه وسوزول، هغۀ د ښار هر يو لوئ عمارت وسوزولو. ۱۰او د هغۀ فوجيانو د ښار دېوالونه راوغورزول. ۱۱د شاهى محافظانو مشر نبوزردان، هغه خلق وويستل کوم چې په ښار کښې پاتې وُو، په دې کښې ماهِر کاريګران او هغه خلق شامل وُو چا چې د بابل بادشاه خِلاف بغاوت کړے وو. ۱۲خو هغۀ په يهوداه کښې سخت مسکينان خلق پرېښودل، چې د انګور په باغونو او پټو کښې کَرل رېبل کوى. ۱۳بابليانو د زېړو ستنې او هغه ګاډۍ ټوټې ټوټې کړې چې کومې د مالِک خُدائ په کور کښې وې، د زېړو هغه لويه ډيګۍ يې سره د ټولو زېړو بابل ته يوړله. ۱۴هغوئ بېلچې او د قربان‌ګاه د پاکولو د ايرو لوښى هم يوړل، د ډيوو د خيال ساتلو سامان، د قربانۍ د وينې جامونه، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان چې د مالِک خُدائ د کور په کار کښې استعمالېدو. ۱۵هغوئ هغه هر څۀ يوړل چې د سرو زرو يا سپينو زرو نه جوړ وُو، د هغه وړو جامونو او لوښو سره چې د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدل. ۱۶سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره چې کوم سامان يې د زېړو نه جوړ کړے وو، يعنې، دوه ستنې، ګاډۍ او لويه ډيګۍ، خو د دې ټولو دومره وزن وو چې تللے نۀ شو. ۱۷دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته وه چې د بره د زېړو سر يې تقريباً دوه ګزه اوچت وو. د هر يو سر نه ګېرچاپېره يې د زېړو جال وو چې د زېړو نه جوړو شوو انارو باندې ښائسته کړے شوے وو.

د يهوداه خلقو بابل ته بوتلے کېدل

۱۸د دې نه علاوه، فوجى آفسر، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې اهم خادمان قېديان بوتلل. ۱۹د ښار نه يې هغه آفسر بوتلو چې د فوجيانو مشر وو، پينځۀ د بادشاه ذاتى مشيران چې لا په ښار کښې وُو، د فوجى مشر مدد کوونکے، چې هغه د فوجى حِساب کِتاب مشر وو او شپېتۀ نور اهم سړى يې بوتلل. ۲۰نبوزردان هغوئ د بابل بادشاه له بوتلل، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو ۲۱چې دا د حمات په علاقه کښې دے. هلته بادشاه هغوئ ووهل او مړۀ يې کړل. نو داسې د يهوداه خلق پردى مُلک ته بوتلے شول.

د يهوداه حکمران جدلياه

۲۲د بابل نبوکدنضر د سافن نمسے او د اخيقام زوئ جدلياه، د يهوداه حکمران جوړ کړو. او هغه يې په هغه ټولو باندې مشر مقرر کړو کوم چې بابل ته نۀ وُو بوتلے شوى. ۲۳کله چې د يهوداه آفسران او فوجيان د دې نه خبر شول کوم چې تسليم شوى نۀ وُو، نو هغوئ په مصفاه کښې د جدلياه سره مِلاو شول. هغه آفسران دا وُو، د نتنياه زوئ اِسمٰعيل، د قريح زوئ يوحانان، د تنحومت زوئ شراياه چې د نطوفاتى د ښار وو او د معکه يازنياه. ۲۴جدلياه هغوئ ته ووئيل، ”زۀ تاسو ته دا خبره کوم چې د بابل د آفسرانو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، د بابل د بادشاه خِدمت کوئ، نو ستاسو هر کار به سم وى.“ ۲۵خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل. ۲۶بيا ټول اِسرائيليان، مالداره او غريبانان، سره د فوج د آفسرانو روان شول او مِصر ته لاړل، ځکه چې هغوئ د بابليانو نه يرېدل.

د يهوياکين د قېد نه آزادېدل

۲۷په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين باندې رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه آزاد کړو. دا د يهوياکين د قېدى بوتلے کېدو په اووۀ دېرشم کال د دولسمې مياشتې په اوويشتمه ورځ باندې وشول. ۲۸اويل‌مرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په بابل کښې جلاوطن وُو. ۲۹نو يهوياکين د قېدخانې جامې بدلې کړې او باقى ټول عُمر يې د بادشاه په دسترخوان روټۍ خوړله. ۳۰چې ترڅو هغه ژوندے وو، نو هره ورځ هغۀ ته باقاعده خرچه مِلاوېده.