يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - ديارلسم باب

د بابل خِلاف پېشګوئې

۱دا د بابل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو. ۲په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى. ۳ما مالِک خُدائ دا فوجيان راغوښتى دى، آو، ما دا تکړه جنګياليان راغوښتى دى چې زما غصه څرګنده کړى، او چې زما لوئى وشى نو هغوئ به خوشحالى وکړى. ۴په غرونو باندې شور ته غوږ ونيسئ، د خلقو لوئې ګڼې آوازونو ته غوږ ونيسئ، د قومونو او د بادشاهو د خلقو د راغونډېدو آواز ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج د جنګ دپاره لښکر تياروى. ۵هغوئ د لرې لرې مُلکونو او د دُنيا د سرونو نه راځى. دوئ د مالِک خُدائ وسله ده چې د هغۀ غصه څرګنده کړى او هغه ټول مُلک برباد کړى. ۶ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى. ۷د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بې‌حوصلې شى. ۸هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى. ۹ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده، د هغۀ د سخت قهر او غصې يوه سخته ورځ راروانه ده. د زمکې نه به بيابان جوړ شى او هر يو ګناهګار به تباه شى. ۱۰ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى. ۱۱مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د دُنيا د بدۍ له وجې به زۀ دې له سزا ورکړم، او بدعمله خلقو له به د هغوئ د ګناهونو سزا ورکړم. زۀ به د مغرورانو غرور ختم کړم، او د ظالمانو لوئى به خاورې کړم. ۱۲زۀ به انسانان د خالص سرو زرو نه زيات ناياب کړم، او خلق به د اوفير د سرو زرو نه هم لږ وى. ۱۳په هغه ورځ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج خپله غصه څرګندوم نو زۀ به آسمانونه ولړزوم او زمکه به د خپل ځائ نه وخوځى. ۱۴په بابل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى. ۱۵هر څوک چې ګېر شى په تُوره به ووهلے شى، او هر څوک چې ونيولے شى نو په تُوره باندې به ووژلے شى. ۱۶د هغوئ د سترګو په وړاندې به د هغوئ د بچو نه په وهلو وهلو باندې ساه وويستلے شى او د هغوئ کورونه به لوټ کړے شى او د هغوئ د ښځو سره به په زور زنا وشى.“ ۱۷مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ ميديانيان راپارومه چې په بابل باندې حمله وکړى، ځکه چې هغوئ نۀ د سپينو زرو پرواه ساتى او نۀ هغوئ دپاره سرۀ زر څۀ معنىٰ لرى. ۱۸هغوئ به د خپلو غشو او ليندو سره زلمى ووژنى. هغوئ به په تې رَودُونکو ماشومانو او په نورو ماشومانو هيڅ رحم او ترس نۀ کوى. ۱۹د ټولو نه ښائسته بادشاهى د بابل ده، د هغې ځائ خلق په بابل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به بابل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو. ۲۰هلته به بيا هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى. دا به بيا کله هم آباد نۀ شى. نۀ به عرب هلته خېمې لګوى او نۀ به شپانۀ خپلې رَمې ودروى. ۲۱دا به يو داسې ځائ وى چرته چې ځنګلى ځناور اوسيږى او چرته چې ګونګا خپلې جالې جوړوى. هلته به شتر‌مرغ اوسيږى او ځنګلى چېلۍ به په هغه کنډرو کښې ټوپونه وهى. ۲۲د دې په مينارو او محلونو کښې به د ځنګلى سپو او د ګيدړانو آوازونه وى. د بابل وخت رارسېدلے دے. او د دې وخت تقريباً د ختمېدو والا دے.“