يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - يوولسم باب

د بنى اِسرائيلو د مشرانو سزا

۱نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو مشران وليدل. ۲هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، دا هغه کسان دى څوک چې بدې منصوبې جوړوى او خلقو ته په ښار کښې د شرارت مشورې ورکوى. ۳هغوئ وائى چې، آيا دا ښۀ وخت نۀ دے چې کورونه جوړ کړُو؟ دا ښار لکه د اوسپنې د دېګ په شان دے او مونږ په ‎کښې لکه د غوښې په شان محفوظ يُو. ۴نو په دې وجه اے بنى آدمه، د هغوئ خلاف په اوچت آواز سره پېشګوئې وکړه.“ ۵نو بيا د مالِک خُدائ روح په ما نازل شو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې داسې ووايه، ”مالِک خُدائ فرمائى، اے د بنى اِسرائيلو قومه، ستاسو په سوچونو کښې چې څۀ دى زۀ په هغې پوهېږم. ۶تاسو په دې ښار کښې ډېر خلق وژلى دى او د دې لارې کوڅې مو په مړو ډکې کړې دى. ۷نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو چې د مړو کوم لاشونه په دې ښار کښې وغورزول هغوئ هم هغه غوښه ده چې په دې دېګ کښې محفوظه ده، خو زۀ به تاسو د دې نه وباسم. ۸تاسو د تُورې نه يرېږئ، او هم دا تُوره به زۀ په تاسو باندې ستاسو خلاف نازله کړم، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے. ۹زۀ به تاسو د ښار نه وشړم او پردو خلقو ته به مو حواله کړم او تاسو له به سزا درکړم. ۱۰تاسو به په تُوره باندې ووژلے شئ، او زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه په تاسو خپله فېصله واوروم. نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۱دا ښار به ستاسو دپاره يو د اوسپنې دېګ نۀ وى، او نۀ به تاسو په دې کښې د غوښې په شان يئ، زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه تاسو له سزا درکړم. ۱۲نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، نۀ تاسو زما د شريعت پيروى وکړه او نۀ مو زما په اصُولو او شريعت عمل وکړو خو د دې په ځائ د خوا او شا مُلکونو رِواجونو پسې لاړئ.“ ۱۳نو کله چې ما پېشګوئې کوله نو فلطياه د بناياه زوئ ناګهانه مړ شو. نو بيا زۀ پړمخې پرېوتلم او په زوره مې چغې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، ولې تاسو په اِسرائيل کښې په پوره توګه ژوندى پاتې شوى خلق تباه کوئ؟“

د جلاوطنو بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ وعده

۱۴د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۱۵”اے بنى آدمه، کوم خلق چې تر اوسه په يروشلم کښې پاتې شوى دى ستا او ستا د خپلوانو او د اِسرائيل قوم په حقله چې په جلاوطنۍ کښې دى ورپسې خبرې کوى. هغوئ دا وائى چې څوک چې جلاوطن شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ نه لرې شوى دى، ځکه اوس هغۀ د هغوئ زمکه مونږ له په ميراث کښې راکړې ده. ۱۶نو په دې وجه ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ څۀ هم چې ما هغوئ نورو لرې قومونو ته ولېږل او په نورو مُلکونو کښې مې تس نس کړل، خو اوس د لږ وخت دپاره زۀ د هغوئ دپاره په هغه مُلکونو کښې مقدس پناه ګاه يم کومو ته چې تللى دى. ۱۷نو بيا داسې ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راغوڼد کړم او د هغه مُلکونو نه به تاسو واپس راولم کومو ته چې ما خوارۀ کړى وئ او زۀ به بيا تاسو له د اِسرائيل مُلک درکړم. ۱۸کله چې دوئ دې ته واپس راشى نو د دې نه به هغه ټول بُتان او حرام تصويرونه لرې کړى. ۱۹زۀ به هغوئ ته يو زړۀ ورکړم او نوے روح به په کښې واچوم، زۀ به د هغوئ نه د کاڼى په شان سخت زړونه اخوا کړم او نرم زړونه به ورکړم. ۲۰نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم. ۲۱خو د هغه چا چې زړونه پليتو تصويرونو او حرام کاره معبودانو ته وقف شوى وى، زۀ به د هغوئ په سر هغه څۀ راولم کوم چې دوئ کړى دى. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.“

د مالِک خُدائ د جلال د يروشلم نه تلل

۲۲نو بيا د وزرو والا مخلوق، چې په خوا کښې يې پايې وې خپل وزرونه خوارۀ کړل، او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د هغوئ دپاسه وو. ۲۳نو د مالِک خُدائ جلال د ښار نه روان شو او د دې نمرخاتۀ طرف ته په غر ودرېدو. ۲۴نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په بابل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه، ۲۵او ما هغه جلاوطنو خلقو ته هر هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ ما ته ښودلى وُو.