يوسفزئ
تاریخى

د قاضيانو کِتاب - شپږم باب

جدعون

۱بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ د ميديان خلق دې ته پرېښودل چې اووۀ کاله په هغوئ بادشاهى وکړى. ۲ميديانيان د بنى اِسرائيلو نه طاقتور وُو او بنى اِسرائيليان د هغوئ نه په غارونو او د غرونو په نورو محفوظو ځايونو کښې پټېدل. ۳چې کله به هم بنى اِسرائيلو څۀ تخم وکَرلو، نو ميديانيان به د عماليقيانو او د صحرا د قبيلو سره راتلل او په هغوئ به يې حمله کوله. ۴هغوئ به په هغه مُلک کښې خېمې ودرولې او په جنوب کښې د غزه نه ګېرچاپېره علاقې پورې فصلونه به يې تباه کول. هغوئ به ټولې ګډې، څاروى او خرونه بوتلل او بنى اِسرائيلو ته به يې د ژوند تېرولو دپاره هيڅ هم نۀ پرېښودل. ۵هغوئ به د مُولخانو د لښکر په شان د خپلو څاروو او خېمو سره راتلل. هغوئ او د هغوئ اوښان د شمېر نه بهر وُو. هغوئ راغلل او زمکه يې ورانه ويجاړه کړه، ۶بنى اِسرائيليان د ميديانيانو په وجه بې‌وسه شول. نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړو. ۷کله چې بنى اِسرائيلو د ميديانيانو په وجه مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، ۸نو هغۀ د هغوئ دپاره يو پېغمبر راولېږلو او هغۀ وفرمائيل، ”ما مالِک خُدائ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلئ. ۹ما تاسو د مِصريانو نه او د هغه خلقو نه بچ کړئ چې هغوئ ستاسو سره په دې مُلک کښې جنګ وکړو. چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ وشړل او ما تاسو له د هغوئ مُلک درکړو. ۱۰ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ د چا په مُلک کښې چې اوس تاسو اوسېږئ. خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.“ ۱۱بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى. ۱۲د مالِک خُدائ فرښته هلته هغۀ ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”اے تکړه او طاقتور سړيه. مالِک خُدائ ستا مل دے.“ ۱۳جدعون ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ چې زمونږ مل دے نو دا هر څۀ په مونږ ولې شوى دى؟ هغه ټول عجيبه کارونه چرته دى چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيل چې مالِک خُدائ کول، هغوئ يې څنګه د مِصر نه راوويستل؟ مالِک خُدائ مونږ پرېښودلى يُو او ميديانيانو ته يې مونږ حواله کړى يُو.“ ۱۴بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو، ”تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه. زۀ په خپله تا لېږم.“ ۱۵جدعون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ بنى اِسرائيليان څنګه خلاص کړم؟ د منسى په قبيله کښې د ټولو نه کمزورې قبيله زما ده او زۀ په خپل خاندان کښې د ټولو نه کشر يم.“ ۱۶مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خو زۀ به ستا مل يم او تۀ به ميديانيان داسې ووهې لکه چې هغوئ صِرف يو کس وى.“ ۱۷جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې. ۱۸تۀ تر هغې پورې دلته ايسار شه چې زۀ تا له خپله نذرانه راوړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا تر واپس راتلو پورې ايسار يم.“ ۱۹نو جدعون خپل کور ته دننه لاړو او يو د چېلۍ بچے يې پوخ کړو او د لسو کلو اوړو نه يې پتيره روټۍ تياره کړه. هغۀ غوښه په يوه ټوکرۍ کښې کېښوده او ښوروا يې په يو لوښى کښې واچوله او دا يې د مالِک خُدائ فرښتې له ورکړل چې د څېړۍ د ونې لاندې وه. ۲۰فرښتې هغۀ له حُکم ورکړو، ”غوښه او روټۍ په دې ګټ باندې کېږده او ښوروا ورباندې واچوه.“ نو جدعون هم داسې وکړل. ۲۱بيا د مالِک خُدائ فرښتې چې کومه امسا نيولې وه د هغې سر يې د غوښې او روټۍ سره ولګولو. د ګټ نه اور راووتلو او غوښه او روټۍ يې وسوزوله. فرښته بيا پناه شوه. ۲۲جدعون ته دا پته ولګېده چې هغۀ د مالِک خُدائ فرښته ليدلې ده او په يره کښې هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه پاکه، ما ستا فرښته مخامخ وليدله.“ ۲۳خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته دې خېر وى. مۀ يرېږه. تۀ به نۀ مرې.“ ۲۴جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده. ۲۵په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د خپل پلار غوَيے او يو بل غوَيے چې د اوو کالونو وى بوځه، د خپل پلار قربان‌ګاه راوغورزوه چې د بعل دپاره ده او د هغې په خوا کښې د اشيرې ستنه ماته کړه. ۲۶په دې لوړ ځائ باندې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته يوه صحيح قربان‌ګاه جوړه کړه. بيا هغه دوېم غوَيے بوځه او د يوې قربانۍ په توګه يې پوره وسوزوه، د دې په سوزولو کښې د اشيرې د ستنې لرګى استعمال کړه چې تا ټوټې ټوټې کړې دى.“ ۲۷نو جدعون خپل لس نوکران بوتلل او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو. هغه د خپل خاندان او د ښار د خلقو نه سخت يرېدو چې د ورځې يې داسې کړے وے، نو هغۀ د شپې داسې وکړل. ۲۸کله چې په ورپسې سحر د ښار خلق وختى پاڅېدل نو هغوئ ته پته ولګېده چې د بعل قربان‌ګاه او د اشيرې نښې ماتې شوې دى او دوېم غوَيے په هغه قربان‌ګاه باندې سوزولے شوے دے چې هلته جوړه شوې وه. ۲۹هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”دا چا کړى دى؟“ هغوئ ښۀ معلومات وکړو او پته ورته ولګېده چې د يوآس زوئ جدعون دا کړى دى. ۳۰نو بيا هغوئ يوآس ته ووئيل، ”خپل زوئ دلته بهر راوباسه چې مړ يې کړُو. ځکه چې هغۀ د بعل قربان‌ګاه تباه کړې ده او د اشيرې ستنه يې ټوټې کړې ده.“ ۳۱خو يوآس هغه ټولو ته ووئيل چا يې چې مخالفت کولو، ”تاسو د بعل صفائى کوئ څۀ؟ تاسو د هغۀ دپاره بحث کوئ؟ هر څوک چې د هغۀ صفائى کوى نو هغه به د سحر نه مخکښې ووژلے شى. کۀ بعل خُدائ وى، نو هغه دې خپل ځان بچ کړى. دا د هغۀ قربان‌ګاه وه چې تباه کړے شوه.“ ۳۲نو د هغه وخت نه جدعون په يربعل باندې مشهور شو، کله چې يوآس وئيلى وُو، ”پرېږده چې بعل خپل ځان بچ کړى، دا د هغۀ قربان‌ګاه ده چې تباه کړے شوه.“ ۳۳نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې. ۳۴د مالِک خُدائ روح په جدعون نازل شو، نو هغۀ بيګل وغږولو او د ابيعزر د قبيلې سړى يې راوغوښتل چې هغۀ پسې روان شى. ۳۵هغۀ د منسى ټولې علاقې دواړو برخو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې هغوئ راوغواړى او چې دۀ پسې روان شى. هغۀ د آشر، زبولون او نفتالى قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل او هغوئ هم د دۀ سره شاملېدو دپاره راغلل. ۳۶بيا جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”تۀ وائې چې دا فېصله دې کړې ده چې تۀ به ما د بنى اِسرائيلو د خلاصولو دپاره استعمالوې. ۳۷ټيک ده، زۀ به په درمند باندې دا وړۍ وغوړوم. خو کۀ په سحر کښې پرخه صِرف په وړۍ باندې وى او په زمکه باندې نۀ وى، نو ما ته به پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو بچ کولو دپاره به تۀ ما استعمالوې.“ ۳۸نو هم دغه شان وشول. کله چې جدعون ورپسې سحر وختى پاڅېدو، هغۀ وړۍ نچوړ کړه او دومره ډېره پرخه يې ترې نه وويستله چې د اوبو نه يې يو لوښے ډک شو. ۳۹جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما ته مۀ غصه کېږه، ما له اجازت راکړه چې صِرف يوه خبره وکړم. ما لږ پرېږده چې په وړۍ باندې يو بل آزمېښت وکړم. دا ځل پرېږده چې وړۍ اوچه وى او زمکه لمده وى.“ ۴۰په هغه شپه خُدائ پاک هغه هر څۀ وکړل. په ورپسې سحر وړۍ اوچه وه، خو زمکه په پرخه باندې لونده وه.