يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - شپاړسم باب

د اِسرائيل مشکلات

۱د آسا د بادشاهۍ په شپږ دېرشم کال، د اِسرائيل بادشاه بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې د پَخو دېوالونو تاوول شروع کړل دا دې دپاره چې د يهوداه بادشاه آسا د علاقې نه د ټولو خلقو تګ راتګ بند کړى. ۲نو آسا د محل او د مالِک خُدائ د کور د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر واخستل او د دې پېغام سره يې د شام بادشاه بِن‌حدد له دمشق ته ولېږل، ۳”راځئ چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې ملګرى شُو. ګوره، زۀ تا له سرۀ زر او سپين زر درلېږم. اوس د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه نو داسې به هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان وباسى.“ ۴بِن‌حدد د آسا دا مشوره ومنله او خپل فوجى آفسران او خپل فوجيان يې ولېږل چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه او د نفتالى هغه ټول ښارونه قبضه کړل چرته چې سامانونه جمع کولے شول. ۵کله چې بعشا بادشاه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د راما نه پاخۀ دېوالونه جوړول بند کړل او کار يې پرېښودو. ۶بيا آسا بادشاه د ټول يهوداه نه سړى راغونډ کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې هغه کاڼى او لرګى راوړئ چې کوم بعشا په راما کښې استعمالول او هغوئ دا د جبعه او د مصفاه ښارونو نه د پَخو دېوالونو تاوولو دپاره استعمال کړل.

حنانى پېغمبر

۷په هغه وخت کښې حنانى پېغمبر آسا بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په ځائ تا د شام په بادشاه بهروسه وکړه، نو په دې وجه د شام د بادشاه لښکر ستا نه خلاص شوے دے. ۸د ايتهوپيا او د ليبيا د خلقو سره ډېر فوجيان او ډېرې جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ کسان نۀ وُو څۀ؟ خو تا په مالِک خُدائ بهروسه وکړه نو ځکه هغۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکړه. ۹مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“ ۱۰په دې باندې آسا هغه پېغمبر ته دومره غصه شو چې هغه يې په زنځيرونو وتړلو او قېد يې کړو. هم د هغه وخت نه آسا د خلقو سره ظلم زياتے شروع کړو.

د آسا د بادشاهۍ ختمېدل

۱۱د اول نه واخله تر آخره پورې د آسا د بادشاهۍ ټولې واقعې د اِسرائيل او يهوداه بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۲د خپلې بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال آسا د پښو د يو سخت مرض په وجه شل شو، خو بيا هم هغه مالِک خُدائ ته د مدد دپاره ور ونۀ ګرځېدو او صرف طبيبانو له لاړو. ۱۳دوه کاله وروستو هغه مړ شو ۱۴او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.