يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - درې اتيايم زبور

يو حمد، د حضرت آسف يو زبور

د اِسرائيل د دشمنانو خلاف دُعا

۱پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه،

پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.

۲وګوره ستا دشمنان راپارېدلى دى،

او څوک چې تا نه نفرت کوى سرکشۍ سره راپاڅېدلى دى.

۳ستا د قوم خلاف يې ارادې د چل نه ډکې دى،

تۀ چې چا سره مينه کوې د هغوئ خلاف منصوبې جوړوې.

۴دوئ وائى، ”راځئ چې د يو قوم غوندې يې تباه کړُو،

چې د بنى اِسرائيلو نوم په دُنيا کښې نور پاتې نۀ شى.“

۵په يو سوچ سره دوئ په شريکه منصوبې جوړوى،

دوئ ستا خلاف يو موټے شول او اِتحاد جوړوى.

۶په هغوئ کښې دا قومونه شريک وُو ادوميان او اِسمٰعيليان،

موآب او هاجريان،

۷جبل، عمون، عماليقيان،

ورسره، صور او فلستيان.

۸تر دې چې اسوريان ورسره هم يو ځائ شوى دى،

او خپل طاقت يې د لوط اولاد سره رايوځائ کړے دے.

۹کوم کار دې چې د ميديانيانو سره کړے وو د دوئ سره يې هم وکړه،

لکه څنګه چې تا د سِسيرا او د يابين سره د قيسون درياب په غاړه کړے وو،

۱۰څوک چې په عين دور کښې تباه شول،

او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.

۱۱د هغوئ مشران د عوريب او زئيب په شان مړۀ کړه،

او شهزادګان يې لکه د ضلمنع او د زبيح په شان مړۀ کړه،

۱۲دا په کښې چا ووئيل چې، ”راځئ

چې د خُدائ پاک د څرن ځايونه قبضه کړُو.“

۱۳اے پاکه خُدايه زما، هغوئ لکه د خر بوټى په شان سپک کړه،

او لکه د بوسو دوئ د باد په وړاندې والوځوه،

۱۴لکه څنګه چې اور ځنګل سوزوى،

او لکه شُغلې چې غرونه لمبه کوى،

۱۵نو په خپل زورَور باد سره دې هغوئ په مخه واخله،

او هغوئ په خپل طوفان سره ويروه.

۱۶تۀ هغوئ په شرمونو وشرموه،

نو مالِکه خُدايه، ترڅو چې خلق ستا د نوم لټون وکړى.

۱۷هغوئ دې د تل دپاره وشرميږى چې ويريږى.

او هغوئ دې د شرم په حالت کښې مړۀ شى.

۱۸تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے،

او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.