يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت هوسيع نبى کِتاب - دولسم باب

۱بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بې‌فائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“ ۲مالِک خُدائ به په عدالت کښې يهوداه سره هم جنګيږى. هغه به بنى اِسرائيل له د هغۀ د عمل په مطابق سزا ورکوى او هغۀ ته به د خپل عمل بدله ملاويږى. ۳يعقوب هم د مور په خېټه کښې خپل ورور د پوندې نه ونيوو او کله چې بالغ شو، نو هغۀ خُدائ پاک سره جګړه وکړه، ۴هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيت‌ايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو. ۵مالِک خُدائ ربُ الافواج، مالِک خُدائ د هغۀ نوم دے. ۶نو اوس خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ. د هغۀ مينه او اِنصاف قائم ساتئ او همېشه د هغۀ نه په اُميد کښې اوسئ.

د بغاوت لوئ تاريخ

۷بنى اِسرائيل هغه تاجران دى چې په لاس کښې يې د بې‌ايمانۍ تله وى او د دوکې کولو سره مينه کوى. ۸بنى اِسرائيل وائى، ”زۀ ډېر مالداره يم، زۀ دولتمند شوے يم. هيڅوک به دا ثابته نۀ کړى چې په دې ټول مال حال حاصلولو کښې زما نه څۀ قصور يا ګناه شوې ده.“ ۹خو زۀ، مالِک خُدائ ستاسو هغه خُدائ پاک يم چې چا د مِصر نه راوويستلئ، زۀ به يو ځل بيا تاسو د پخوا په شان په خېمو کښې اوسوم لکه چې هر کال د جونګړو په اختر کښې اوسېږئ. ۱۰ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې. ۱۱خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى. ۱۲يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې. ۱۳خو بيا مالِک خُدائ د يو پېغمبر په وسيله بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل او د يو پېغمبر په ذريعه يې د هغۀ خيال وساتلو. ۱۴خو بنى اِسرائيل مالِک خُدائ سخت غصه کړے دے، هغۀ چې کومه وينه تويه کړې ده اوس به ورسره د هغې حساب کيږى، هغۀ چې د مالِک خُدائ توهين کړے دے د هغې مناسبه سزا به ورکوى.