يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - دولسم باب

د شکرانې حمد‌و‌ثناء

۱په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې. ۲ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“ ۳په خوشحالۍ سره به تاسو د خلاصون د چشمې نه اوبۀ راوباسئ. ۴په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. هغۀ ته د مدد دپاره آواز وکړئ. هغۀ چې څۀ کړى دى نو ټولو قومونو ته ووايئ. هغوئ ته ووايئ چې د هغۀ نوم څومره لوئ دے. ۵مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمد‌و‌ثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى. ۶اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“