يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - دولسم باب

د حضرت موسىٰ خِلاف د حضرت هارون او بى‌بى مريم بغاوت

۱بيا موسىٰ يوه حبشۍ ښځه وادۀ کړه، نو مريم او هارون په دې وجه په هغۀ اِعتراض وکړو. ۲هغوئ ووئيل، ”مالِک خُدائ صِرف د موسىٰ په ذريعه خبرې کړې دى څۀ؟ هغۀ زمونږ په ذريعه خبرې نۀ دى کړې څۀ؟“ هغوئ چې څۀ ووئيل نو مالِک خُدائ هغه واورېدل. ۳موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو. ۴ناڅاپه مالِک خُدائ موسىٰ، هارون او مريم ته وفرمائيل، ”تاسو درې واړه بهر زما د حضور خېمې ته لاړ شئ.“ نو هغوئ لاړل، ۵او مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې لاندې راغلو، د خېمې په دروازه کښې ودرېدلو او هارون او مريم يې راوغوښتل. هغوئ دواړه وروړاندې شول، ۶او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم. ۷خو زۀ خپل خِدمتګار موسىٰ سره داسې نۀ کوم، هغه ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے دے. ۸نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“ ۹مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر شو، او هغه لاړو ۱۰او کله چې د خېمې نه وريځ اوچته شوه، نو د مريمې څرمن ناڅاپه په سخته بيمارۍ پټه شوه او د واورې په شان سپينه شوه. کله چې هارون ورته وکتل نو وې ليدل چې د هغې څرمن په بيمارۍ پټه وه، ۱۱هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”صاحِبه، زمونږ د کم عقلتوب د ګناه په وجه دا سزا مونږ له مۀ راکوه. ۱۲د مريم نه داسې څۀ مۀ جوړوه لکه چې يو ماشوم مړ پېدا شوے وى او نيمه غوښه يې نۀ وى.“ ۱۳نو موسىٰ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو چې، ”خُدايه پاکه، هغه روغه کړه.“ ۱۴مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ پلار ورله په مخ تُوکلے وے، نو هغې به اووۀ ورځې خپل شرم نۀ وو برداشت کړے څۀ؟ نو هغه دې اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شى او د هغې نه پس هغه واپس راولئ.“ ۱۵مريم اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شوه او چې تر کومې پورې هغه واپس نۀ وه راوستلے شوې نو خلقو سفر نۀ کولو. ۱۶بيا هغوئ د حصيروت نه لاړل او د فاران په صحرا کښې يې خېمې ولګولې.