يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - درې شپېتم باب

په قومونو باندې د مالِک خُدائ فتح

۱دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“ ۲ستا جامې ولې دومره سرې دى؟ داسې لکه چې ستا جامې د انګورو نچوړولو سره سرې شوې وى. ۳”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو. ما په غصه کښې هغوئ نچوړ کړى دى او د قهر نه پرې ګرځېدلے يم. د هغوئ د وينې دارې زما په کپړو پرېوتې دى او زما جامې په وينو سرې شوې دى. ۴ځکه چې هغه وخت راغلے دے چې د خپلو خلقو دپاره بدل واخلم. او هغه کال راغلے دے چې هغوئ په بيعه واخلم. ۵زۀ حېران شوم چې هيڅوک نۀ وو چې خلاصے يې کړے وے او د مظلومانو مدد يې کړے وے. نو زۀ پخپله وروړاندې شوم چې هغوئ د خپل مضبوط لاس سره بچ کړم. او زما غصې زما مدد وکړو. ۶ما په خپله غصه کښې قومونه چخڼى او نشه کړل او د هغوئ وينه مې په زمکه توئ کړه.“

په آزادېدو د مالِک خُدائ ثناء صِفت

۷زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم. هغۀ چې بنى اِسرائيلو سره بې‌شمېره ښېګړې کړې دى په هغې به خوشحالى کوم، کومې چې هغۀ د خپل رحم او مينې په مطابق کړى دى. ۸هغۀ وفرمائيل، ”دوئ زما خپل خلق دى، يقيناً چې هغوئ به ما سره دوکه نۀ کوى.“ او هغه د هغوئ خلاصونکے جوړ شو. ۹هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې. ۱۰خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو. ۱۱بيا هغوئ ته هغه تېره زمانه راياده شوه کله چې موسىٰ د خپلو خلقو د مِصر نه راوتو کښې رهنمائى کوله. هغوئ چغه کړه، ”هغه چرته دے چا چې بنى اِسرائيل د سمندر نه پورې ويستل، چې موسىٰ د هغوئ شپون وو؟ هغه چرته دے چا چې خپل مقدس روح راولېږلو چې د هغۀ د خلقو په مينځ کښې وى؟ ۱۲هغه چرته دے چا چې خپل طاقت څرګند کړو کله چې موسىٰ خپل لاس اوچت کړو، هغه چرته دے چا چې د هغوئ په وړاندې سمندر تقسيم کړو او خپل ځان يې د همېشه دپاره مشهور کړو؟ ۱۳هغه چرته دے چا چې د سمندر بېخ کښې د دوئ په تېرېدو کښې رهنمائى وکړه؟“ هغوئ لکه د ښو آسونو په شان وُو چې په صحرا کښې تېز روان وُو او هيڅ تيندکونه يې نۀ خوړل. ۱۴لکه څنګه چې څاروى د آرام وادۍ ته کوزيږى، داسې د مالِک خُدائ روح هغوئ له آرام ورکړو. مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.

د رحم او د توبې دُعا

۱۵اے مالِکه خُدايه، د آسمان نه په مونږ نظر وکړه، چرته چې تۀ د پاکوالى او جلال سره اوسېږې. ستا غېرت او ستا طاقت چرته دے؟ مونږ ستا د رحم او همدردۍ نه محروم پاتې شُو. ۱۶هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې. ۱۷اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے. ۱۸ستا مقدس ځائ د لږ وخت دپاره ستا مقدسو خلقو سره وو، خو اوس زمونږ دشمنانو هغه تباه کړے دے. ۱۹کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.