يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اتلسم زبور

۱د مالِک خُدائ شُکر وباسئ ځکه چې هغه ښۀ دے،

د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.

۲بنى اِسرائيل دې داسې ووائى،

”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“

۳د هارون خاندان دې داسې ووائى،

”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“

۴هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، دې ووائى،

”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“

۵ما په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى وکړه،

هغۀ زما سوال قبول کړو او زۀ يې آزاد کړم.

۶مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم،

انسان زما څۀ کولے شى.

۷مالِک خُدائ زما مل دے او هغه زما مددګار دے،

زۀ به د خپلو دشمنانو په شکست خوشحالى وکړم.

۸دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم،

د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم.

۹دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم،

نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.

۱۰زۀ ټولو قومونو راګېر کړم،

خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.

۱۱زۀ هغوئ د هر طرف نه راګېر کړم،

خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.

۱۲هغوئ زما نه لکه د مچو په شان راتاو شُو،

لکه د ازغو د اور په شان زر هلاک شُو،

خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.

۱۳هغوئ ما له سخته ديکه راکړه چې راپرېوځم،

خو مالِک خُدائ زما مدد وکړو،

۱۴مالِک خُدائ زما سندره او طاقت دے،

هغه زما خلاصونکے جوړ شوے دے.

۱۵د خوشحالۍ او د کاميابۍ چغې د صادقانو په خېمو کښې اورېدے شى،

”د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.

۱۶د مالِک خُدائ ښے لاس ډېر اوچت دے،

د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.“

۱۷زۀ به نۀ مرم خو ژوندے به يم،

او هغه څۀ چې مالِک خُدائ کړى دى بيانوم.

۱۸مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه،

خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم.

۱۹هغۀ ما دپاره د صداقت دروازې پرانستې دى،

زۀ به په کښې وردننه شم او د مالِک خُدائ شکريه به ادا کړم.

۲۰دا د مالِک خُدائ دروازه ده،

په کومه به چې صادقان ورداخل شى.

۲۱زۀ به ستا شُکر ادا کړم، ځکه چې تا ما ته جواب راکړے دے،

تۀ زما خلاصونکے جوړ شوې.

۲۲کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے دے،

هم هغه کاڼے د ګوټ سر کاڼے جوړ شوے دے.

۲۳دا کارونه مالِک خُدائ کړى دى،

دا زمونږ په خيال حېرانوونکے منظر دے.

۲۴دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ جوړه کړې ده،

نو راځئ چې خوشحالى وکړُو،

او په کښې خوشحاله اوسو.

۲۵اے مالِکه خُدايه مونږه بچ کړه،

اے مالِکه خُدايه مونږ ته کاميابى راکړه.

۲۶بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.

د مالِک خُدائ د کور نه مونږ ستاسو برکت غواړُو.

۲۷مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے،

هغۀ خپله رڼا په مونږ باندې وځلوله،

قربانۍ راولئ او په پړو يې د قربان‌ګاه ښکرونو سره وتړئ.

۲۸تۀ مې خُدائ پاک يې او زۀ به ستا شُکر ادا کړم،

تۀ مې خُدائ پاک يې زۀ به ستا لوئى بيان کړم.

۲۹د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ ځکه چې هغه ښۀ دے،

د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.