يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - شپږ دېرشم باب

د وادۀ شوو ښځو ميراث

۱د جِلعاد د قبيلې د کورَنو مشران، د مکير زوئ او د منسى نمسے چې د يوسف زوئ وو، موسىٰ او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له لاړل. ۲هغوئ ووئيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ تا ته حُکم درکړے دے چې زمکه د پچې په ذريعه په بنى اِسرائيلو تقسيم کړه. مالِک خُدائ دا حُکم هم کړے دے چې زمونږ د خپلوان صِلافحاد جائيداد د هغۀ لوڼو له ورکړه. ۳خو دا خبره ياده ساته. کۀ هغوئ د بلې قبيلې سړو سره ودونه وکړل، نو د هغوئ جائيداد به د هغه قبيلې شى او زمونږ برخه به کمه شى. ۴د واپس ورکولو په کال کښې، کله چې کوم جائيداد خرڅ شوے وى او هغه واپس خپل اصلى مالِک ته ملاويږى، نو د صِلافحاد د لوڼو جائيداد به د همېشه دپاره هغه قبېلې ته ورکړے شى چې په کومه کښې وادۀ شوې وى او دا به زمونږ د قبيلې دپاره د تاوان خبره وى.“ ۵نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ دا حُکمونه واورول. هغۀ وفرمائيل، ”د منسى قبيله چې څۀ وائى هغه ټيک دى، ۶او مالِک خُدائ فرمائى چې د صِلافحاد لوڼه آزادې دى چې د چا سره هم وادۀ کول غواړى خو په خپله قبيله کښې به يې کوى. ۷د يوې بنى اِسرائيلۍ قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ شى ورکولے. ۸هره يوه ښځه چې په کومه بنى اِسرائيلى قبيله کښې ميراث اخلى نو هم د هغه قبيلې د سړى سره به وادۀ کوى. نو داسې ټولو بنى اِسرائيلو ته به د خپل پلار نيکۀ په جائيداد کښې ميراث ملاويږى، ۹او د يوې قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ ملاويږى. هره بنى اِسرائيلى قبيله به خامخا خپله د ميراث زمکه لرى.“ ۱۰‏-۱۱نو د صِلافحاد لوڼو، محلاه، تِرضاه، حجلاه، مِلکاه او نوعاه هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو او هغوئ خپلو د ترونو زامنو سره ودونه وکړل. ۱۲هغوئ د يوسف زوئ منسى قبيلې په کورَنو کښې ودونه وکړل او د هغوئ جائيداد د هغوئ د پلار په قبيله کښې پاتې شو. ۱۳دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.