يوسفزئ
تاریخى

د حضرت يشوَع کِتاب - يوويشتم باب

د ليويانو ښارونه

۱د ليوى قبيلې د کورَنو مشران اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو له لاړل. ۲هلته د کنعان په مُلک سيلا کښې مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے چې مونږ له به د اوسېدو دپاره ښارونه راکولے شى او داسې د دې نه ګېرچاپېره زمونږ د څاروو دپاره به د څرن زمکه راکولے شى.“ ۳نو د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق بنى اِسرائيلو د خپلو علاقو نه ليويانو له خاص ښارونه او د څرن زمکې ورکړې. ۴وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول. ۵د قُهات باقى پاتې قبيلې ته د اِفرائيم، دان او نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقو نه لس ښارونه حواله کړے شول. ۶د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول. ۷د مرارى قبيلې کورَنو ته د روبين، جاد او زبولون علاقو نه دولس ښارونه حواله کړے شول. ۸بنى اِسرائيلو د پچې په ذريعه دا ښارونه او د دې د څرن زمکې ليويانو ته حواله کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے وو. ۹دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو، ۱۰دا د هارون اولاد له ورکړے شوى وُو چې هغوئ د قُهات قبيله وه، چې هغوئ د ليويانو اولاد وو، ځکه چې اول هغوئ ته علاقه حواله کولے شوه. ۱۱هغوئ له د قِريَت‌اربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه. ۱۲خو د هغه ښار پټى او نزدې کلى د مخکښې نه د يفُنه زوئ کالب له په ميراث کښې ورکړے شوى وُو. ۱۳دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اِمام اولاد ته حواله شوى وُو، حبرون کوم چې د پناه ښار وو، او لِبناه، ۱۴يتير، استموع، ۱۵حولون، دبير، ۱۶عين، يُوطه او بيت‌شمس، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې، نهۀ ښارونه د يهوداه او شمعون دواړو قبيلو نه ورته حواله کړے شوى وُو. ۱۷د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه، ۱۸عنتوت او د علمون ښارونه، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې. ۱۹ټول ديارلس ښارونه، سره د څرن د زمکې د هارون اولاد اِمامانو له ورکړے شوى وُو. ۲۰د ليوى قبيلې د قُهات قبيلې نورو کورَنو ته د اِفرائيم د علاقې نه څۀ ښارونه حواله کړے شوى وُو. ۲۱هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، شِکم او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د دې د څرن زمکه (شِکم د پناه يو ښار وو)، جزر، ۲۲قِبضيم او د بيت‌حورون ښارونه، چې د څرن زمکې د دې سره وې. ۲۳د دان د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، التِقيه، جبتون، ۲۴ايالون او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۵د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقې نه هغوئ له دوه ښارونه ورکړے شوى وُو، تعنک او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۶د قُهات قبيلې کورَنو ته ټول لس ښارونه مِلاو شول، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۷د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۲۸د يساکار د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، قِسيون، دبرت، ۲۹يرموت او عين‌جنيم، چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۰د آشر د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، مِسال، عبدون، ۳۱حلقت او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۲د نفتالى د علاقې نه هغوئ ته درې ښارونه مِلاو شول، په ګليل کښې قادِس، چې د پناه يو ښار وو او د څرن زمکې ورسره وې، حمات دور او قرتان چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۳د جيرسون قبيلې مختلفو کورَنو ته ټول ديارلس ښارونه مِلاو شول چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۴د ليوى قبيلې د مرارى پاتې قبيلې ته د زبولون علاقې نه څلور ښارونه مِلاو شول، يقنِعام، قرتاه، ۳۵دِمنه او نحلال چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۶د روبين علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، بصر، يهض، ۳۷قديمات او مفعت چې د څرن زمکې ورسره وې. ۳۸د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم، ۳۹حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې. ۴۰نو د مرارى قبيلې ته ټول دولس ښارونه حواله شوى وُو. ۴۱‏-۴۲د بنى اِسرائيلو د خپل مُلک نه ټول اتۀ څلوېښت ښارونه ليويانو له ورکړے شوى وُو چې د هغې نه ګېرچاپېره د څرن زمکې وې.

د بنى اِسرائيلو مُلک نيول

۴۳نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول. ۴۴مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه. ۴۵مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.