يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط - ديارلسم باب

آخرى خبرې او سلامونه

۱دا درېم ځل دے چې زۀ تاسو ته درځم، د دې دپاره چې د هر اِلزام دپاره د دوو يا درېو ګواهانو ضرورت به وى چې هغه پرې مجرم ثابت کړے شى. ۲ما هغوئ او هغه نور ټول خبردار کړل چا چې مخکښې ګناه کړې وه، او زۀ هغوئ اوس هم هغه شان په غېر موجودګۍ کښې خبرداروم څنګه چې ما په دوېم ځل کړى وُو، چې زۀ بيا راشم نو ضرور به سزا ورکړم. ۳ځکه چې تاسو کوم ثبوت غواړئ چې مسيح زما په وسيله خبرې کوى هغه زۀ اوس تاسو له درکوم. هغه ستاسو د سمولو دپاره کمزورے نۀ دے بلکې هغه په تاسو کښې طاقتور دے. ۴ځکه چې هغه په کمزورتيا کښې په سولۍ کړے شو خو د خُدائ پاک د قدرت په سبب ژوندے دے. او مونږ هم په هغۀ کښې کمزورى يُو خو د هغۀ سره به د خُدائ پاک د هغه قدرت په سبب ژوندى يُو چې ستاسو اصلاح وکړو. ۵تاسو خپل ځانونه وآزمايئ چې ستاسو ايمان په ځائ دے او کۀ نه. خپل ځانونه ولټوئ. ولې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې عيسىٰ مسيح په تاسو کښې اوسيږى؟ کۀ په تاسو کښې هغه نۀ وى، نو بيا ستاسو ايمان بې‌ځايه دے. ۶زۀ اُميد کوم چې تاسو ته به پته ولګى چې مونږ ناکامه نۀ يُو. ۷خو مونږ د خُدائ پاک نه دا دُعا غواړو چې تاسو څۀ بد کار ونۀ کړئ، د دې دپاره نه چې مونږ کامياب ښکاره شُو بلکې د دې دپاره چې تاسو نېکى وکړئ، خير دے کۀ مونږ ناکاميابه ښکاره شُو. ۸ځکه چې مونږ د حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو د حق آواز اوچتولے شُو. ۹نو ځکه مونږ خوشحاله يُو کله چې مونږ کمزورى يُو او تاسو زورَور يئ. او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو په ايمان کښې پاخۀ شئ. ۱۰نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره. ۱۱اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى. ۱۲په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ. ۱۳ټول مقدسين تاسو ته سلام وائى. ۱۴د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او د خُدائ پاک مينه او د روحُ القُدس شراکت دې تاسو ټولو سره وى.