يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - درويشتم باب

د يوسياه د غېرو قومونو عبادتخانې ختمول

۱بيا يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راوغوښتل، ۲او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان، پېغمبران او باقى نور ټول خلق د واړو نه واخله تر غټو پورې ورسره وُو. د هغوئ ټولو په وړاندې، بادشاه د لوظ هغه ټول کِتاب ولوستلو کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو. ۳هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو. ۴بيا يوسياه مشر اِمام خِلقياه له، د هغۀ لاندې اِمامانو او د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو د دروازې خادمانو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول څيزونه وباسى چې د بعل، د اشيرې بُت او د ستورو په عبادت کښې استعمال شوى وى. بادشاه دا ټول څيزونه د قِدرون د وادۍ په پټو کښې د ښار نه بهر وسوزول او د دې ايرې يې بيت‌ايل ته يوړې. ۵هغۀ بُت پرسته اِمامان لرې کړل چې د يهوداه بادشاهانو مقرر کړى وُو چې کومو د يهوداه په ښارونو کښې په علاقائى عبادتخانو او يروشلم ته نزدې ځايونو کښې قربانۍ پېش کولې، هغه ټول اِمامان يې لرې کړل چا چې بعل، نمر، سپوږمۍ، سيارو او ستورو ته قربانۍ پېش کولې. ۶هغۀ د مالِک خُدائ کور نه د اشيرې بُت نښه لرې کړله، د ښار نه بهر د قِدرون وادۍ ته يې يوړه، وې سوزوله او خاورې يې کړه او د دې ايره يې د عامو خلقو په قبرونو باندې وشيندله. ۷هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د اوسېدو هغه کوټې ورانې کړې چې د هغه کور نرانو کنجرانو نيولې وې، چرته چې ښځو د اشيرې بُت دپاره چُوغې جوړولې. ۸د يهوداه په ښارونو کښې چې کوم اِمامان وُو هغه يې يروشلم ته راوستل او په ټول مُلک کښې يې علاقائى عبادتخانه ناپاکه کړه چرته چې هغوئ قربانۍ پېش کړې وې. هغۀ د ښار د حکمران يشوَع د دروازې په خولۀ کښې علاقائى عبادتخانې تباه کړې. دا دروازه ښار ته د ننوتو د دروازې په ګس طرف باندې وه. ۹هغه علاقائى اِمامانو ته دا اجازت نۀ وو چې په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه خِدمت کړے وے، خو چې د هغوئ ملګرو اِمامانو ته کومه پتيره روټۍ مِلاو شوې وه نو هغه يې خوړلے شوه. ۱۰او هغۀ د هنوم په وادۍ کښې د غېرو قومونو د عبادت ځائ توفت هم ناپاک کړو، نو چې هيڅ څوک خپل زوئ يا لور مولک بُت ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه نۀ شى قربانى کولے. ۱۱د آسونو هغه مجسمې يې هم لرې کړې چې د يهوداه بادشاه نمر ته وقف کړې وې او چې په دې کښې کومې جنګى ګاډۍ استعمالېدلې هغه يې وسوزولې. (دا د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې اېښودے شوې وې، چې د دروازې او د مشر آفسر ناتن مُلک د اوسېدو د کوټې سره نزدې وې.) ۱۲هغه ټولې قربان‌ګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربان‌ګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربان‌ګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې. ۱۳يوسياه هغه علاقائى عبادتخانې ناپاکې کړې چې سليمان بادشاه د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته او د زيتُونو غرۀ جنوبى طرف ته د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره جوړې کړې وې، يعنې د صيدان عستاراتې بُت، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک. ۱۴يوسياه بادشاه د کاڼو ستنې ټوټې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او چې دا چرته ولاړې وې نو هغه ځائ يې د بنيادمو په هډُوکو باندې پټ کړو. ۱۵يوسياه په بيت‌ايل کښې د عبادت هغه ځائ هم راوغورزولو چې د نباط زوئ يربعام بادشاه جوړ کړے وو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو. يوسياه قربان‌ګاه راوغورزوله، د دې کاڼى يې ټوټې ټوټې او خاورې کړل، هغۀ د اشيرې مجسمه هم وسوزوله. ۱۶يوسياه مخ واړولو او هلته يې د غرۀ دپاسه څۀ قبرونه وليدل، هډُوکى يې ترې نه رابهر کړل او په قربان‌ګاه باندې يې وسوزول. نو هغه قربان‌ګاه يې ناپاکه کړه، چې د دې هغه پېغمبر ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې د اختر په وخت کښې يربعام بادشاه د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. يوسياه بادشاه وکتل او د هغه پېغمبر قبر يې وليدو چې کوم دا پېشګوئې کړې وه. ۱۷هغۀ تپوس وکړو، ”دا د چا قبر دے؟“ د بيت‌ايل خلقو ورته ووئيل، ”دا د هغه پېغمبر قبر دے کوم چې د يهوداه نه راغلے وو او د دې پېشګوئې يې کړې وه چې تا د قربان‌ګاه سره وکړل.“ ۱۸يوسياه حُکم وکړو، ”دا هم داسې پرېږدئ، د هغۀ هډُوکى دې څوک نۀ لرې کوى.“ نو د هغۀ هډُوکى يې لرې نۀ کړل او نۀ د هغه پېغمبر هډُوکى لرې کړے شول چې د سامريه نه راغلے وو. ۱۹په سامريه کښې يوسياه بادشاه په هر يو ښار کښې علاقائى زيارتونه راوغورزول چې کوم د اِسرائيل بادشاهانو جوړ کړى وُو او د مالِک خُدائ غصه يې راپارولې وه. هغۀ په هغه ټولو قربان‌ګاه باندې هم هغه شان وکړل چې څنګه يې په بيت‌ايل کښې کړى وُو. ۲۰هغۀ د ټولو علاقائى عبادتخانو اِمامان په قربان‌ګاه باندې ووژل چرته چې هغوئ خِدمت کولو او هغۀ په هره قربان‌ګاه باندې د بنيادمو هډُوکى وسوزول او بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.

يوسياه د فسحې اختر کوى

۲۱نو يوسياه بادشاه خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک په درناوى کښې د فسحې اختر وکړئ، لکه څنګه چې د لوظ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۲۲د قاضيانو د حکومت د وخت نه پس، د دې په شان د فسحې اختر د اِسرائيل يا د يهوداه يو بادشاه هم نۀ وو کړے. ۲۳او د يوسياه د بادشاهۍ په اتلسم کال په يروشلم کښې د فسحې اختر وکړے شو.

د يوسياه نور بدلون راوستل

۲۴په هغه کِتاب کښې د ليکلى شوى قانون عملى کولو دپاره چې خِلقياه اِمام د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے وو، يوسياه بادشاه د يروشلم او د نور ټول يهوداه نه ټول جادوګر او قسمت ښودونکى او کورنى ټول بُتان او د غېرو قومونو د عبادت نور ټول حرام څيزونه لرې کړل. ۲۵د هغۀ نه مخکښې هيڅکله هم د هغۀ په شان بادشاه نۀ وو تېر شوے، چا چې د زړۀ د اخلاصه، د ټول عقل او طاقت سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وى او د موسىٰ ټول قانون يې منلے وى، او نۀ وروستو د هغۀ په شان بادشاه پېدا شوے وو. ۲۶خو منسى بادشاه چې څۀ کړى وُو نو د هغې په وجه د مالِک خُدائ سخته غصه راوچته شوې وه او لا سړه شوې نۀ وه. ۲۷مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما چې د اِسرائيل سره څۀ کړى دى نو هغه به په يهوداه هم وکړم، د يهوداه خلق به زۀ د خپل نظر نه لرې کړم او زۀ به يروشلم رد کړم، کوم ښار او کور چې ما خوښ کړے وو او چې ما فرمائيلى وُو چې هلته به زما عبادت کيږى.“

د يوسياه د بادشاهۍ ختمېدل

۲۸يوسياه بادشاه چې نور څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۹چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو. ۳۰د هغۀ آفسرانو د هغۀ لاش په يوه جنګى ګاډۍ کښې کېښودو او يروشلم ته يې يوړو او هلته په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او هغه يې بادشاه مقرر کړو.

د يهوداه بادشاه يهوآخز

۳۱يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې حکومت وکړو. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه. ۳۲هغه د خپل پلار نيکۀ په نقش قدم باندې روان وو او هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. ۳۳د هغۀ بادشاهى په هغه وخت ختمه شوه چې د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د حمات مُلک رِبله ته هغه قېدى بوتلو، نو په يهوداه باندې يې درې زره څلور سوه کلو سپين زر او څلور دېرش کلو سرۀ زر محصُول حواله کړو. ۳۴نِکوه فِرعون د يوسياه زوئ اِلياقيم د يوسياه نه پس د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه فِرعون يهوآخز مِصر ته بوتلو او هلته مړ شو.

د يهوداه بادشاه يهويقيم

۳۵يهويقيم بادشاه د خلقو د دولت په مطابق د هغوئ نه محصُول راغونډولو، چې هغه غوښتونکې پېسې پوره کړى چې د مِصر بادشاه فِرعون له په محصُول کښې ورکولے شوې. ۳۶يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور زبوده وه چې د روماه ښار د فداياه لور وه. ۳۷هغه د خپل پلار نيکۀ په نقش قدم باندې روان وو، يهويقيم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.