يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتۀ اتيايم زبور

يو حمد، د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د زامنو يو زبور

د محلت لعنوت په طرز کښې

۱اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه،

شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.

۲زما دُعا دې تا ته درورسيږى،

زما ژړا ته غوږ ونيسه.

۳زما ځان د تکليفونو نه ډک دے،

زما ژوند مرګ ته نزدې شوے دے.

۴خلق زما په حقله وائى چې پښې يې په قبر کښې دى.

او د يو بې‌وسه کس په شان شوے يم.

۵زۀ په مړو کښې حِساب شوے يم،

زۀ لکه د مړو په شان شوے يمه چې په قبر کښې پراتۀ وى،

څوک چې به تۀ نور نۀ يادوې،

څوک چې ستا د نظر نه اخوا شوے وى.

۶زۀ دې د قبر کندې ته غورزولے يم،

تا زۀ تور تيارو ته غورزولے يم.

۷ستا غضب په ما بار شوے دے،

او ستا ټولو چپو زۀ رالاندې کړے يم.

۸تا زما دوستان ما نه لرې کړى دى،

زۀ دې د هغوئ دپاره کرکژن وګرځولم.

ګېر يمه زۀ چرته تښتېدلے نۀ شم.

۹زما د ډېره غمه نظر کم شولو.

هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه،

او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.

۱۰تۀ د مړو دپاره معجزې کوې څۀ؟

څوک چې مړۀ دى دوئ پاڅېدے شى چې ستا ثناء صِفت وکړى څۀ؟

۱۱ولې ستا د ابدى مينې بيان قبر کښې کېدے شى څۀ،

يا ستا د وفادارۍ بيان په قبر کښې کېدے شى څۀ؟

۱۲ولې په تيارۀ کښې ستا معجزې پېژندے شى څۀ،

يا د فنا په مُلک کښې ستا رښتينوالے څوک پېژندے شى څۀ؟

۱۳خو زۀ مالِکه خُدايه د مدد دپاره تا ته ژړا کوم،

زۀ به هر سحر تا ته سوال زارى کوم.

۱۴ولې مالِکه خُدايه تا زۀ رد کړے يم،

او ولې تۀ خپل مخ ما نه اړوې څۀ؟

۱۵زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم.

ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم.

۱۶ستا قهر په ما باندې راپرېوتے دے،

زۀ ستا د يرې نه تباه شوے يم.

۱۷ټوله ورځ لکه د سېلاب په شان رانه راتاو وى،

په پوره توګه هغۀ زۀ راګېر کړے يم.

۱۸تا زما محبوب او دوستان رانه جدا کړى دى،

تورو تيارو سره مې يارانه شوه.